BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:52 گرينويچ 2005 ,02 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې لويه نړيواله غونډه کيږي
کابل
ويل کيږي چې په دې وروستيو کلونو کې به دا په کابل کې د خپل ډول لومړنۍ مهمه غونډه وي .
د افغانستان په پلازمېنه کې کابل کې به د يکشنبه په ورځ ( د ليندۍ ١٣ د دسمبر ٤ ) د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ يوه لويه غونډه پيليږي چې دوه ورځنۍ به وي .

د دغې غونډي مشري به افغانستان او برتانيا په گډه کوي . برتاينا په دغې غونډې کې د نړۍ د ٨ تر ټولو سترو صنعتي هيوادونو د ټولنې د مشرتابۀ له دريځه په دې غونډې کې برخه اخلي .

په نورو برخه والو کې به د افغانستان شپږ گاونډي ، پاکستان ، چين ، ترکمنستان ، ازبکستان ، تاجيکستان او ايران وي .

دغه راز هند ، ترکيه ، متحد عرب امارات ، قزاقستان او قرغزستان هم په دې غونډه کې گډون کوي .

برخه وال هيوادونه به د وزيرانو او نورو لوړ پوړو مامورينو په کچه استازې لري .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دا کانفرانس په سيمه کې د اقتصادي پرمختيا لپاره يوه بې سارې موقع پيدا کوي او ورسره به د امنيت په ښه کولو کې هم لاس وکړي .

دا کانفرانس به د سيمې د هيوادونو او برخه والو ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ هم غور کوي .

تمه ده چې پر برېښنا ، انرژۍ ، ترانسپورت ، ترانزيت سوداگرۍ ، د پولو د کنترول ، پانگونې او د سوداگريز چاپېريال لپاره د شرايطو د چمتو کولو پر برخو خبرې وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت