BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:47 گرينويچ 2005 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د اقتصادي همکارۍ غونډې ته بلل شوى
باکيوف او کولوف
د قرغزستان ولسمشر باکيوف او لومړى وزير کولوف دې غونډې ته سترگې په لاره دي .
قرغزستان به د دوان کال د نومبر په ٥ او ٦ نېټه د منځنۍ اسيا د سيمه ييز اقتصاد او همکارۍ د وزيرانو د څلورم کانفرانس کوربه وي .

تمه ده چې په دغۀ کانفرانس کې به نژدې ٢٠٠ ګډون کوونکي برخه اخلي چې په هغو کې د منځنۍ اسيا د سيمه ييز اقتصاد او همکارۍ د ټولنې له هيوادونو څخه وزيران هم شامل دي .

د ګاونډو هيوادونو څارونکي هم په دغۀ کانفرانس کې برخه اخلي . افغانستان او روسيه به په لومړي ځل په دغۀ کانفرانس کې برخه اخلي .

د منځنۍ اسيا د سيمه ييز اقتصاد او همکارۍ د ټولنې بنسټ د اسيا د پرمختيايي بانک په مرسته په ١٩٩٧ کال کې کېښودل شو .

دا ټولنه د هغو سيمه ييزو نوښتونو لپاره چې د سوداګريو ، ترانسپورتي اړيکو او د انرژۍ د سرچينو د سپړلو د غوړاوي لپاره دي ، جوړه شوې ده .

د دغې ټولنې اصلي غړيو کې اذربايجان ، چين ، قزاقستان ، قرغزستان ، منګوليا ، تاجيکستان او ازبکستان وو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت