|
افغانستان د ترهگرۍ تجربې د نړيوالوسره شريکول غواړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
غونډې ته په خپله وينا کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ترهگرۍ په اړه د افغانستان تجربې د نورې نړۍ سره په شريکولو ټينگار وکړ. ښاغلي کرزي وويل چې افغانستان د ترهگرو بريدونو ښکار هېواد دى. ښاغلى کرزى وايي چې زه ډېر خوشاله يم چې په هسپانيې کې يم چې افغانستان سره د کړې مرستې له امله يې له وگړو څخه مننه وکړم او هم دتېرکال ترهگرۍ د يرغل له امله په ورپېښ شوي درد او رنځ کې غم شريکي وکړم. موږ همدا ډول رنځ وړى دى. زه دلته يم چې له دوى سره فکر، تکلونه، او د ترهگرۍ سره د مبارزې لارې چارې شرېکې کړم چې څنگه ترهگري پاى ته ورسوو او څنگه ددې کار لپاره د دېموکراسۍ ارزښتونه هڅولى شو. ښاغلي کرزي زياته کړه ، که نړۍ د ترهگرۍ ختمولو هيله لري. نوبيا پکار ده چې نړيواله ټولنه ددې پرضد يو موټى شي. ده وويل افغانستان دا ثابته کړه چې کله نړۍ ويښه شي او يو شي نو هر ډول بلا ته به ماتې ورکولى شي. ښاغلي کرزي وويل چې د ترهگرۍ په تگلاره باندې ترهگري له منځه وړل کيدائ نه شي. ددې وړاندې د ښاغلي کرزي وياند جاويد لودين ويلى وو چې ترهگري يواځې په نظامي مبارزه ماتي نه شى خوړلى او زياته يي کړه چې د ډيموکراسۍ په پراخولو سره به ترهگر قوتونه کمزورې کيږي. په مادريد کې د ترهگرۍ پر ضد غونډې ته ښاغلي کرزي د ازادو مطبوعاتو ستائنه وکړه. ده وويل افغانستان کې اوس ځوانان څوشخصي چينلونه لري. ښاغلي کرزي وويل ازادمطبوعات به په سياست مدارانو نظر ولري او دا به يو ښه کار وي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||