|
د مرستندويو هيوادونو غونډه په کابل کې پيل شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د افغانستان په پلازمينه کابل کې ددغه هيواد د اقتصادي پرمختيا په تړاو نړيوال کنفرانس د ولسمشر کرزي په وينا پرانستل شو . په دغه کنفرانس د نړۍ د شاوخوا ٥٠ هيوادونو او مرسته کوونکو موسسو استازو ونډه اخيستې ده . دا د توکيو او برلين په کنفرانسونو پسې په خپل ډول کې دريم نړيوال کنفرانس دى . د تيرو کنفرانسونو خلاف چې د منځ ټکى يې له افغانستان سره د مرستو ژمنې وي ، ددې اوسني کنفرانس د بحث اصلي موضوع د ژمنه شوو مرستو د لگښت د داسې لارو چارو پر سر سلا مشوره ده چې د افغانستان په راتلونکي اقتصادي وده کې گټوري وخيژي او دغۀ جگړه ځپلي هيواد ته د اوږدې مودې اقتصادي او سياسي ثبات ورپه برخه کړي . په همدې ترڅ کې د افغانستان د سوداگرۍ نړيوالو خونو (AICC) پر مرسته ورکوونکو غږ کړى چې، د حکومت او غيرحکومتي سازمانونو يا -NGO گانو تر څنگ دې، له خصوصي سکتور سره هم په پرانستي لاس مرستې وکړي. دا غږ په داسې وخت کې شوې چې د مرستندويانو او افغان حکومت ترمنځ دريمه پرمختيايي غونډه نن په کابل کې پيل شوې ده . د افغانستان د سوداگرۍ د نړيوالو خونو چارواکو ويلي، په تيرو درو کلونو کې د حکومت او غيرحکومتي سازمانونو په پرتله، د خصوصي سکتور وړتياوې ښه غوړيدلي او، يوازى دوى کولاى شي د افغانستان اقتصادي پرمختگ چټک او ډاډمن کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||