د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو اتمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اتمه ورځ امريکا د مډالونو د جدول په سر کې وه او ورپسې چين و. دغه ورځ د بريتانيا لپاره ډېره ښه وه، دوی اته مډالونه وګټل او اوس د ۱۰ سرو زرو مډالونو په لرلو سره په جدول کې درېيم ځای لري.

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو پر اتمه ورځ افغان منډه وهونکي عبدالوهاب ظاهري ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه واخيسته.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو پر اتمه ورځ افغان منډه وهونکي عبدالوهاب ظاهري ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه واخيسته.
د ډنمارک پرنلي بلوم د ښځينه وو ۵۰ متره لامبو کې د سرو زرو مډال وګاټه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ډنمارک پرنلي بلوم د ښځينه وو ۵۰ متره لامبو کې د سرو زرو مډال وګاټه
د امریکا د هاکي لوبغاړې مېشتل وټيس (کيڼ اړخ) له خپلې ملګرې کېټ بام سره له ګول وروسته خوښي کوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امریکا د هاکي لوبغاړې مېشتل وټيس (کيڼ اړخ) له خپلې ملګرې کېټ بام سره له ګول وروسته خوښي کوي
د بريتانيا محمد فرح له لوېدو سره د ۱۰ زره متره منډې سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ. دا په اولمپيک سياليو کې د ده د سرو درېيم مډال دی.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د بريتانيا محمد فرح له لوېدو سره د ۱۰ زره متره منډې سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ. دا په اولمپيک سياليو کې د ده د سرو درېيم مډال دی.
د چين شينون زنګ، د ايتوپيا اټېنش ډايرو او د کېنيا هايون کېينګ د ښځينه وو د درې زره مترو ځغاستې له بشپړولو وروسته

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د چين شينون زنګ، د ايتوپيا اټېنش ډايرو او د کېنيا هايون کېينګ د ښځينه وو د درې زره مترو ځغاستې له بشپړولو وروسته
د جنوبي کوريا جيهي جيون د ښځينه وو د ټېبل ټېنس سياليو کې له سنګاپور سره لوبه کوله

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د جنوبي کوريا جيهي جيون د ښځينه وو د ټېبل ټېنس سياليو کې له سنګاپور سره لوبه کوله
د وزن پورته کولو سياليو کې ايران د سرو دوهم مډال خپل کړـ د ۹۴ کیلوګرام وزن سياليو کې سهراب مرادي ګټوونکی شو. تر دې وړاندې ايران د سرو زرو يو بل مډال هم ګټلی و.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د وزن پورته کولو سياليو کې ايران د سرو دوهم مډال خپل کړـ د ۹۴ کیلوګرام وزن سياليو کې سهراب مرادي ګټوونکی شو. تر دې وړاندې ايران د سرو زرو يو بل مډال هم ګټلی و.
منډې وهونکې د ښځينو د ۳۰۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخلي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، منډې وهونکې د ښځينو د ۳۰۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخلي
په ريو اولمپيک سياليو کې بريتانيا د ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د مډالونو جدول کې په درېيم نمبر ده

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په ريو اولمپيک سياليو کې بريتانيا د ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د مډالونو جدول کې په درېيم نمبر ده
د جمېکا يوسېن بولټ، د ټرېنېډا او ټوبګو تامپسن او د بريتانيا جېمز ډسولو د نارينه وو د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې پر مهال. په دغو سياليو کې يوسېن بولټ تر ټولو مخکې راغئ.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د جمېکا يوسېن بولټ، د ټرېنېډا او ټوبګو تامپسن او د بريتانيا جېمز ډسولو د نارينه وو د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې پر مهال. په دغو سياليو کې يوسېن بولټ تر ټولو مخکې راغئ.
د بريتانيا ښځينه لوبغاړې له خپلو مډالونو سره

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د بريتانيا ښځينه لوبغاړې له خپلو مډالونو سره
د بريتانيا جسيکا اينس هېل د اوږده ټوپ سيالیو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د بريتانيا جسيکا اينس هېل د اوږده ټوپ سيالیو کې د سپينو زرو مډال وګاټه