هېواد پېژندنه: ترکمنستان

ترکمنستان د زورواکۍ/ مستبد نظام او د ګازو د ډېرو زېرمو د لرلو له امله مشهور هېواد دی. همدا ډول په ناامنه منځنۍ اسيا کې يو ارام هېواد بلل کېږي.

د ګازو د ډېرو زېرمو لرلو سربېره د دغه هېواد ‌ډېری وګړي تراوسه هم له بېوزلۍ سره مخ دي. په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد څخه د ازادۍ تر اخيستو وروسته د انزاو له حالت سره مخ و چې په دې حالت کې په وروستيو کې بدلون راغلی دی.

ترکمنستان هر کال نژدې ۷۰ ميليارده مکعب متره طبعي ګاز توليدوي چې دوه پر درېيمه برخه يې د روسيې د ګازپروم کمپنۍ ته ورځي.

حکومت پر روسيې د اتکا کمولو لپاره د نورو هېوادونو سره چې په هغې کې چين او ايران هم شامل دي د ګازو تړونونه لاسليک کړي.

معلومات:

واکمن:

ولسمشر: قربانقلي بردي محمدوف

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

قربانقلي بردي محمدوف له ۲۰۰۷ کال راهيسې له دوه ځله ټاکنو ګټلو وروسته د دغه هېواد مشر دی، خو يو شمېر نړيوال څارونکي يې ټاکنې دموکراتيکې نه بولي.

نوموړی د پخواني ولسمشر صفرمردا نيازف په پرتله اصلاح غوښتونکی ګڼل کېږي. صفر مراد نيازف يو غير منظم او عجيب واکمن و چې له ګازو ترلاسه شوې پيسې به يې د ځان ښودلو پر پروژو لګولې. ده د کال د مياشتو نومونه د خپل ځان او د خپلې مور نومونه ته بدل کړل.

واک ته له رسېدلو وروسته قربانقلي بردي محمدوف د پخواني ولسمشر نيازوف په پلانونو او پرېکړو کې بدلون راوستل پيل کړل او له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو ته يې د تقاعد ورکړه بېرته پيل کړ.

خو ده خلکو ته د خپل ځان ورپېژندلو په موخه، ځينو ګامونو لړۍ پيل کړې. په دې لړ کې يې په ۲۰۰۹ کال کې يو جومات په خپل نوم ونوماوه.

رسنۍ:

د ترکمنستان حکومت پر رسنيو بشپړ کنټرول لري. چارواکي رسنۍ څاري، مطبعې کنټرولوي، وېپپاڼې بندوي او د انټترنېټ کارول څاري.

د بې پولې خبريالانو په وينا د ۲۰۱۳ کال قانون چې د رسنيو د څار له منځه وړل وو، يو "بشپړ خيالی" کار ګڼي، دغه د څار ډله وايي شخصي خبريالان په پټه بهرنيو رسنيو ته راپورونه ورکوي.

د ازادۍ کور ادارې په وينا، "د ډار چاپېريال" له امله خبريالان نه شي کولی چې د حکومت په اړه منفي خبرونه خپاره کړي.

حکومت انټرنېټ ته لاسرسی کنټرولوي. د فېسبوک، ټوېټر، يوټيوب او لايو جورنال پر کارولو سربېره پر بهرنيو خبرونو او د اپوزسيون پر وېبپاڼو بنديز لګېدلی دی.

د ترکمنستان په تاريخ کې مهمې پېښې:

۶ پېړۍ (له ميلاده مخکې)- اوسنۍ سيمه چې ترکمنستان نومېږي د فارسيانو د واکمنۍ د کوروش واکمن تر ولکې لاندې وه.

۱۸۸۱ـ دغه سیمه د ګوک ټيپې له جګړې وروسته د روسيې برخه ګرځېدلې وه.

۱۹۲۵- ترکمنستان په بشپړه توګه د شوروي اتحاد برخه شو چې په ۱۹۹۱ کې يې خپلواکي واخيسته.

۲۰۰۹ ډ‌سمبر- چين ته د ګازو صادرولو لپاره نل ليکه پرانيستل شوه چې ورسره د دغه هېواد پر ګازو د روسيې بشپړه ولکه له منځه ولاړه.

۲۰۱۱ ډسمبر- د "نړيوال رڼښت" ډلې په نړيواله کچه ترکمنستان د نړۍ درېيم فاسد هېواد وباله.

د وروستي ولسمشر نيازف جوړه شوې مجسمه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د وروستي ولسمشر نيازف جوړه شوې مجسمه