'کوچنی پنتاګون'؛ د دفاع وزارت نوې ودانۍ

افغان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال کمبل د افغانستان دفاع وزارت نوې ودانۍ چې "کوچنی پنټاګون" بلل کېږي رسما پرانيستله. دا انځورونه زموږ همکار حفیظ الله معروف اخیستي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال کمبل د افغانستان دفاع وزارت نوې ودانۍ چې "کوچنی پنټاګون" بلل کېږي رسما پرانيستله.
د عکس تشریح، افغان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال کمبل د افغانستان دفاع وزارت نوې ودانۍ چې "کوچنی پنټاګون" بلل کېږي رسما پرانيستله.
له دې وروسته به په رسمي ډول د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ د "کوچني پنټاګون" په نامه يادېږي.
د عکس تشریح، له دې وروسته به په رسمي ډول د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ د "کوچني پنټاګون" په نامه يادېږي.
ولسمشر غني د ودانۍ د پرانيستلو مراسمو کې وويل، "دا ودانۍ د پوځ د لا ښې همغږۍ او اغېزمنتيا سره مرسته کوي".
د عکس تشریح، ولسمشر غني د ودانۍ د پرانيستلو مراسمو کې وويل، "دا ودانۍ د پوځ د لا ښې همغږۍ او اغېزمنتيا سره مرسته کوي".
ولسمشر غني وايي، په دغه ودانۍ کې شته امکانات د سيمې په کچه ساری نه لري.
د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، په دغه ودانۍ کې شته امکانات د سيمې په کچه ساری نه لري.
"کوچنی پنټاګون" د ولسمشرۍ ماڼۍ په ختيځه برخه او د دفاع وزارت په محوطه کې جوړه شوې ده.
د عکس تشریح، "کوچنی پنټاګون" د ولسمشرۍ ماڼۍ په ختيځه برخه او د دفاع وزارت په محوطه کې جوړه شوې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي ودانۍ په عصري ټکنالوژۍ سمبال ده، چې له پوځي برخې پرته به د بيا رغونې لپاره هم کارول کېږي.
د عکس تشریح، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي ودانۍ په عصري ټکنالوژۍ سمبال ده، چې له پوځي برخې پرته به د بيا رغونې لپاره هم کارول کېږي.
ددفاع وزارت سرپرست وايي، ودانۍ د جرمني په همکارۍ د امريکا له لوري د ۲۰۰ ميليون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده
د عکس تشریح، ددفاع وزارت سرپرست وايي، ودانۍ د جرمني په همکارۍ د امريکا له لوري د ۲۰۰ ميليون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده
نوې ودانۍ د ګنبدې په ګډون پنځه پوړونه لري، چې د ۲۵۰۰ کارکوونکو د ځاېدو وړتيا به ولری.
د عکس تشریح، نوې ودانۍ د ګنبدې په ګډون پنځه پوړونه لري، چې د ۲۵۰۰ کارکوونکو د ځاېدو وړتيا به ولری.
د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ ۱۲۶ متر مربع پراخوالی لري چې د جوړېدو کار يې څلور کاله وخت ونيو.
د عکس تشریح، د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ ۱۲۶ متر مربع پراخوالی لري چې د جوړېدو کار يې څلور کاله وخت ونيو.
د دفاع وزیر دفتر ته ځانګړې شوې خونه
د عکس تشریح، د دفاع وزیر دفتر ته ځانګړې شوې خونه
په دغه ودانۍ کې د سپورت خونې، د روغتيا مرکز او د نظامي محکمې لپاره خونې هم په نظر کې نيول شوي دي.
د عکس تشریح، په دغه ودانۍ کې د سپورت خونې، د روغتيا مرکز او د نظامي محکمې لپاره خونې هم په نظر کې نيول شوي دي.
د ډوډۍ خوړلو او کنفرانس خونه يې په ترتيب سره د ۱۰۰۰ او ۹۰۰ کسانو د کېناستو وړتيا لري.
د عکس تشریح، د ډوډۍ خوړلو او کنفرانس خونه يې په ترتيب سره د ۱۰۰۰ او ۹۰۰ کسانو د کېناستو وړتيا لري.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې، ملي اردو د افغانستان د يوالي سمبول وګاڼه، چې په خپله خوښه له پوځ سره يو ځای شوي او د افغانستان له خاورې دفاع کوي.
د عکس تشریح، ولسمشر غني په خپلو خبرو کې، ملي اردو د افغانستان د يوالي سمبول وګاڼه، چې په خپله خوښه له پوځ سره يو ځای شوي او د افغانستان له خاورې دفاع کوي.
په ودانۍ کې د لوړو پوړونو لپاره لېفتونه هم جوړ شوي.
د عکس تشریح، په ودانۍ کې د لوړو پوړونو لپاره لېفتونه هم جوړ شوي.