د عکسونو البوم: چیلسي کې د ګلونو نندارتون

د نړۍ له ګوټ ګوټه بڼوال د لندن چیلسي شاهي روغتون کې خپل ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کوي. تمه ده چې د دغه پنځه ورځني نندراتون لیدو ته به شاوخوا ۱۶۵ زره خلک ولاړ شي چې په ۱۸۰۴ کال کې پیل شوي د ګڼو باغونو له لیدو خوند واخلي.

د نړۍ له ګوټ ګوټه بڼوال د لندن چیلسي شاهي روغتون کې خپل ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کوي.
د عکس تشریح، د نړۍ له ګوټ ګوټه بڼوال د لندن چیلسي شاهي روغتون کې خپل ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کوي.
تمه ده چې د دغه پنځه ورځني نندراتون لیدو ته به شاوخوا ۱۶۵ زره خلک ولاړ شي چې په ۱۸۰۴ کال کې پیل شوي د ګڼو باغونو له لیدو خوند واخلي.
د عکس تشریح، تمه ده چې د دغه پنځه ورځني نندراتون لیدو ته به شاوخوا ۱۶۵ زره خلک ولاړ شي چې په ۱۸۰۴ کال کې پیل شوي د ګڼو باغونو له لیدو خوند واخلي.
د چیلسي په شاهي روغتون کې څه دپاسه ۳۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي چې یو شمېر یې د ګلونو د دغه په زړه پورې نندارتون لیدو فرصت لاسته راوړ.
د عکس تشریح، د چیلسي په شاهي روغتون کې څه دپاسه ۳۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي چې یو شمېر یې د ګلونو د دغه په زړه پورې نندارتون لیدو فرصت لاسته راوړ.
بڼوالو د نندارتون له پیل مخکې خورا زیات زیار ایستلی دی.
د عکس تشریح، بڼوالو د نندارتون له پیل مخکې خورا زیات زیار ایستلی دی.
د باغونو له ډلې یو هم د ډیزاینر مټ کیټلي بڼ دی چې ځانګړو مېلمنو ته ښودل کېږي. د دغه بڼ له لارې شهزاده هري د افریقا په لیسوتو کې له بې وزلو ماشومانو سره مرسته کوي.
د عکس تشریح، د باغونو له ډلې یو هم د ډیزاینر مټ کیټلي بڼ دی چې ځانګړو مېلمنو ته ښودل کېږي. د دغه بڼ له لارې شهزاده هري د افریقا په لیسوتو کې له بې وزلو ماشومانو سره مرسته کوي.
په بڼ کې د لیسوتو سندرغاړو د (هیله په سختو شېبو کې) په نامه د خپل هنر ننداره وړاندې کړه.
د عکس تشریح، په بڼ کې د لیسوتو سندرغاړو د (هیله په سختو شېبو کې) په نامه د خپل هنر ننداره وړاندې کړه.
په دغه نندارتون کې د نړۍ له ګوټ ګوټه شاوخوا ۱۰۰ بوټي او ګلونه نندارې ته وړاندې شوې ډي.
د عکس تشریح، په دغه نندارتون کې د نړۍ له ګوټ ګوټه شاوخوا ۱۰۰ بوټي او ګلونه نندارې ته وړاندې شوې ډي.
د نندارتون سیمه ګلونو او بوټو په بشپړ ډول پوښلې ده.
د عکس تشریح، د نندارتون سیمه ګلونو او بوټو په بشپړ ډول پوښلې ده.
دا هم د اډم فروسټ ډیزاین شوی بڼ چې د (مکمېلن سرطان مرستو) په نامه مرستندویه ادارې په همکارۍ جوړ شوی دی.
د عکس تشریح، دا هم د اډم فروسټ ډیزاین شوی بڼ چې د (مکمېلن سرطان مرستو) په نامه مرستندویه ادارې په همکارۍ جوړ شوی دی.
سږکال ۱۵ ستر باغونه نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغه نندارتون کې د نړۍ تر ټولو مشهور ډیزاینران خپل نوښتونه وړاندې کوي. په دې انځور کې د کاناډا شاهي بانک بڼ ګورئ چې متیو ویلسن ډیزاین کړی دی.
د عکس تشریح، سږکال ۱۵ ستر باغونه نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغه نندارتون کې د نړۍ تر ټولو مشهور ډیزاینران خپل نوښتونه وړاندې کوي. په دې انځور کې د کاناډا شاهي بانک بڼ ګورئ چې متیو ویلسن ډیزاین کړی دی.
د نهنګ نومې بڼ ننداره چې ډرېن هاکس جوړ کړی دی.
د عکس تشریح، د نهنګ نومې بڼ ننداره چې ډرېن هاکس جوړ کړی دی.
په نندارتون کې د باغونو یو شمېر کوچنۍ کټګوریانې هم شاملې دي او ټولې د طلايي مډال ګټلو هیله لري.
د عکس تشریح، په نندارتون کې د باغونو یو شمېر کوچنۍ کټګوریانې هم شاملې دي او ټولې د طلايي مډال ګټلو هیله لري.
د چیلسي د شاهي روغتون مشر باغوان لي هنټ وویل: "ټول باغونه مهم دي، زرغونوالی ډېرې ګټې لري، د سېلاوونو مخه نیسي، ځنګلي ژوو ته د اوسېدو ځای برابروي، په اوړي کې د ښارونو هوا معتدله ساتي او په ژمي کې کورونه خوندي ساتي".
د عکس تشریح، د چیلسي د شاهي روغتون مشر باغوان لي هنټ وویل: "ټول باغونه مهم دي، زرغونوالی ډېرې ګټې لري، د سېلاوونو مخه نیسي، ځنګلي ژوو ته د اوسېدو ځای برابروي، په اوړي کې د ښارونو هوا معتدله ساتي او په ژمي کې کورونه خوندي ساتي".
کولی شئ د چیلسي شاهي روغتون پر ویب پاڼه د دغه ګلونو نندارتون او مډالونو په اړه نور مالومات لاسته راوړئ: www.rhs.org.uk/shows-events/rhs-chelsea-flower-show
د عکس تشریح، کولی شئ د چیلسي شاهي روغتون پر ویب پاڼه د دغه ګلونو نندارتون او مډالونو په اړه نور مالومات لاسته راوړئ: www.rhs.org.uk/shows-events/rhs-chelsea-flower-show