د خوست ځاځي میدان په انځورونو کې

د ځاځي میدان خلک بیوزلې دي، نارینه یې له غرونو په شا او خرونو کورونو ته مزرې راوړي.

د ځاځي میدان خلک بیوزلې دي، خو ښکلی او زرغون چاپېریال لري.
د عکس تشریح، د ځاځي میدان خلک بیوزلې دي، خو ښکلی او زرغون چاپېریال لري.
نارینه یې له غرونو په شا او خرونو کورونو ته مزرې راوړي.
د عکس تشریح، نارینه یې له غرونو په شا او خرونو کورونو ته مزرې راوړي.
له مزرو یې بیا ښځې او ماشومان په پستو لاسونو ګټ بوڼ غړي، د خوراکي توکو د پوره کولو په موخه یې په ښارګوټي کې پلوري
د عکس تشریح، له مزرو یې بیا ښځې او ماشومان په پستو لاسونو ګټ بوڼ غړي، د خوراکي توکو د پوره کولو په موخه یې په ښارګوټي کې پلوري
دغه د بېوزلو او پستو ګوتو محصول په هیواد کې د ننه او له هیواده د باندې خورا هوسا ژوندلرونکو ته رسیږي او کاروي یې.
د عکس تشریح، دغه د بېوزلو او پستو ګوتو محصول په هیواد کې د ننه او له هیواده د باندې خورا هوسا ژوندلرونکو ته رسیږي او کاروي یې.
د دې غربت ځپلې سیمې اوسیدونکو ځوانانو ګډون کلونه وړاندې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غربت له امله کم رنګه وه خو اوس یې ددغې تشې ډکولو ته پوره پام اړولی دی
د عکس تشریح، د دې غربت ځپلې سیمې اوسیدونکو ځوانانو ګډون کلونه وړاندې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غربت له امله کم رنګه وه خو اوس یې ددغې تشې ډکولو ته پوره پام اړولی دی
پریمانه اوبه هم لري خو هسې بې ګټې ګاونډي هیواد ته ور روانې دې او دوی ترې د کرنې لپاره سمه ګټه نه شي اخستی .
د عکس تشریح، پریمانه اوبه هم لري خو هسې بې ګټې ګاونډي هیواد ته ور روانې دې او دوی ترې د کرنې لپاره سمه ګټه نه شي اخستی .
دوی وايي چې ځمکې لري خو ډیرې یې شاړې دي ځکه چې بندونه او سربندونه ورته نه دي جوړ شوي
د عکس تشریح، دوی وايي چې ځمکې لري خو ډیرې یې شاړې دي ځکه چې بندونه او سربندونه ورته نه دي جوړ شوي
ځاځي میدان د طبعي ښکلا او امن له برکته د پام وړ سیاحتي سیمه جوړیدلی شي خو د چارواکو او سیمه والو پام، پلان او احساس ورته پکار دی
د عکس تشریح، ځاځي میدان د طبعي ښکلا او امن له برکته د پام وړ سیاحتي سیمه جوړیدلی شي خو د چارواکو او سیمه والو پام، پلان او احساس ورته پکار دی
دغو بیوزلو خلکو د خپلې سرحدي ولسوالی امن ښه ټینګ ساتلی ، د ډيورنډ پر پوله پرته دي او ورسره لسګونه کیلومتره اوږده پوله لري ، ها خوا د دولت وسله وال مخالفین پټنځایونه لري، وخت په وخت د دې ولسوالی د ناامنه کولو هڅې هم کوي خو د دولتي ځواکونو ترڅنګ له ولسي وسله وال غبرګون سره مخامخ کیږي نو ځکه نفوذ نه شي کولی او تلفات ورکوي.
د عکس تشریح، دغو بیوزلو خلکو د خپلې سرحدي ولسوالی امن ښه ټینګ ساتلی ، د ډيورنډ پر پوله پرته دي او ورسره لسګونه کیلومتره اوږده پوله لري ، ها خوا د دولت وسله وال مخالفین پټنځایونه لري، وخت په وخت د دې ولسوالی د ناامنه کولو هڅې هم کوي خو د دولتي ځواکونو ترڅنګ له ولسي وسله وال غبرګون سره مخامخ کیږي نو ځکه نفوذ نه شي کولی او تلفات ورکوي.
په تیره لسیزه کې د بیا رغونې او نوې جوړونې لپاره چانسونه وو خو په وړاندې یې تر ټول ستر خنډ او ننګونه ناامني وه، په هغو سیمو کې د پام وړ کارونه ونه شول چې هلته امن نه وه خو په امن لرونکو سیمو کې بیا د جوړونې او رغونې بهیر بد نه وه.
د عکس تشریح، په تیره لسیزه کې د بیا رغونې او نوې جوړونې لپاره چانسونه وو خو په وړاندې یې تر ټول ستر خنډ او ننګونه ناامني وه، په هغو سیمو کې د پام وړ کارونه ونه شول چې هلته امن نه وه خو په امن لرونکو سیمو کې بیا د جوړونې او رغونې بهیر بد نه وه.
دوی وايي ، که څه هم ولسوالي یې سرحدي ده خو تر ډیورنډ کرښې پورې پوخ سړک لري،
د عکس تشریح، دوی وايي ، که څه هم ولسوالي یې سرحدي ده خو تر ډیورنډ کرښې پورې پوخ سړک لري،
د ځاځي میدان اوسیدونکي وايي چې د امن له برکته دوی ته تر یو حده د نوې جوړونې کارونه شوي دي.
د عکس تشریح، د ځاځي میدان اوسیدونکي وايي چې د امن له برکته دوی ته تر یو حده د نوې جوړونې کارونه شوي دي.
هوښیارو کلیوالو پخوانیو ژرندو ته د ملي پیوستون دولتي پروګرام نه په ګټه اخستنې خپلو پخوانیو او زړو ژورندو ته ډینموګان لګولي، وړیا برښنا تولیدوي او ۲۴ ساعته ترې ګټه اخلي.
د عکس تشریح، هوښیارو کلیوالو پخوانیو ژرندو ته د ملي پیوستون دولتي پروګرام نه په ګټه اخستنې خپلو پخوانیو او زړو ژورندو ته ډینموګان لګولي، وړیا برښنا تولیدوي او ۲۴ ساعته ترې ګټه اخلي.