د ځنګلي ژوو په زړه پورې انځورونه

د "ځنګلي ژوند" په نامه د دوبي فصل عکاسۍ په سیالۍ کې د لمر پرېوتو دغه انځور د څه باندې ۶۰۰۰ عکسونو له ډلې د لومړي مقام جایزه ګټلې.

د "ځنګلي ژوند" د دوبي فصل عکاسۍ په سیالۍ کې د لمر پرېوتو دغه انځور د څه باندې ۶۰۰۰ عکسونو له ډلې د لومړي مقام جایزه وګټله. جوکیم پینهو چې دغه عکس یې اخیستی وویل "دا جایزه ګټل د ډېر ویاړ خبره ده". نوموړي زیاته کړه: "دغه جایزه او ستاینه مې هڅوي چې بهر ووځم او لا نور عکسونه واخلم".
د عکس تشریح، د "ځنګلي ژوند" د دوبي فصل عکاسۍ په سیالۍ کې د لمر پرېوتو دغه انځور د څه باندې ۶۰۰۰ عکسونو له ډلې د لومړي مقام جایزه وګټله. جوکیم پینهو چې دغه عکس یې اخیستی وویل "دا جایزه ګټل د ډېر ویاړ خبره ده". نوموړي زیاته کړه: "دغه جایزه او ستاینه مې هڅوي چې بهر ووځم او لا نور عکسونه واخلم".
ځوان عکاسان هڅول شوي وو چې د دوبي په فصل کې خپل شاوخوا سیمو کې د ځنګلي ژوو د ژوند انځورونه واخلي. دلته د براین رابینسن انځور کې د درمند موږک لیدل کېږي چې د میوې د خوړولو تابیه یې نیولې.
د عکس تشریح، ځوان عکاسان هڅول شوي وو چې د دوبي په فصل کې خپل شاوخوا سیمو کې د ځنګلي ژوو د ژوند انځورونه واخلي. دلته د براین رابینسن انځور کې د درمند موږک لیدل کېږي چې د میوې د خوړولو تابیه یې نیولې.
د جېک میریت له خوا اخیستل شوی د درمند د موږک یو بل انځور چې پر غنمو یې ځان نیولی.
د عکس تشریح، د جېک میریت له خوا اخیستل شوی د درمند د موږک یو بل انځور چې پر غنمو یې ځان نیولی.
د جان شهاب الدین له خوا اخیستل شوی د اوبځوړ انځور.
د عکس تشریح، د جان شهاب الدین له خوا اخیستل شوی د اوبځوړ انځور.
دا هم د ټوپ وهلو په حالت کې د یوه نولي انځور چې کلیر رایټ اخیستی. اغلې رایټ وویل دې غوښتل د نولي سرعت او چالاکي انځور کړي خو په هوا کې یې عکس اخیستل ستونزمن کار و.
د عکس تشریح، دا هم د ټوپ وهلو په حالت کې د یوه نولي انځور چې کلیر رایټ اخیستی. اغلې رایټ وویل دې غوښتل د نولي سرعت او چالاکي انځور کړي خو په هوا کې یې عکس اخیستل ستونزمن کار و.
د یوه مرغه انځور چې یو بدمرغه کب یې په خوله کې نیولی. دا انځور ډېوېد هاګ اخیستی دی. نوموړی وايي: "موږ په یو پټ ځای کې ناست وو، ناببره هغه شیبه لاسته راغله چې د دغه مرغه عکس واخلو".
د عکس تشریح، د یوه مرغه انځور چې یو بدمرغه کب یې په خوله کې نیولی. دا انځور ډېوېد هاګ اخیستی دی. نوموړی وايي: "موږ په یو پټ ځای کې ناست وو، ناببره هغه شیبه لاسته راغله چې د دغه مرغه عکس واخلو".
د دغه غېر عادي بوټي چې د "زوړ کس ږیره" هم نومول شوې عکس د ډېوېد فورډ له خوا اخیستل شوی دی.
د عکس تشریح، د دغه غېر عادي بوټي چې د "زوړ کس ږیره" هم نومول شوې عکس د ډېوېد فورډ له خوا اخیستل شوی دی.
دا د بټرمیر نومې جهیل عکس دی. عکاس نیک جانسن وايي: "په دې منظره کې هر څه سم وو، د غرونو دپاسه له وریځو نیولې تر کوچني کوره او وړې ویالې".
د عکس تشریح، دا د بټرمیر نومې جهیل عکس دی. عکاس نیک جانسن وايي: "په دې منظره کې هر څه سم وو، د غرونو دپاسه له وریځو نیولې تر کوچني کوره او وړې ویالې".
په لندن کې د یوه ګیدړ عکس چې پر چمن دمه کوي.
د عکس تشریح، په لندن کې د یوه ګیدړ عکس چې پر چمن دمه کوي.
انیکا وینک د دغه سمندري ژوي عکس کورنۍ سره د یوه تفریحی سفر پر مهال اخیستی دی.
د عکس تشریح، انیکا وینک د دغه سمندري ژوي عکس کورنۍ سره د یوه تفریحی سفر پر مهال اخیستی دی.