په اور کې لولپه شوي ټانکر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کابل په لوېديځ ارغندۍ سیمه کې په تېلو بار یوه ټانکر اور اخیستی، چې ورسره ولاړو نورو ټانکرو ته هم د اور لمن غځېدلې او زیات شمېر ټانکر سوځېدلي دي.

د افغانستان پلازمېنې په لوېديځ ارغندۍ چوک کې تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د تېلو لسګونه ټانکر سوځېدلي.
د عکس تشریح، د افغانستان پلازمېنې په لوېديځ ارغندۍ چوک کې تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د تېلو لسګونه ټانکر سوځېدلي.
تر اوسه د اور لګېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو طالبانو ویلي، دوی د موټرو پر تمځي برید کړی دی.
د عکس تشریح، تر اوسه د اور لګېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو طالبانو ویلي، دوی د موټرو پر تمځي برید کړی دی.
اور تېره شپه شاوخوا یوولس بجې لګېدلی، چې کرۍ شپه پکې ټانکر سوځېدل.
د عکس تشریح، اور تېره شپه شاوخوا یوولس بجې لګېدلی، چې کرۍ شپه پکې ټانکر سوځېدل.
که څه هم ګهیځ د اوروژنې ټیم سیمې ته ورغی، خو تر رسېدا مخکې یې لسګونه ټانکر سوځېدلي وو.
د عکس تشریح، که څه هم ګهیځ د اوروژنې ټیم سیمې ته ورغی، خو تر رسېدا مخکې یې لسګونه ټانکر سوځېدلي وو.
دغه ټانکر غزني او کندهار ولایتونو ته د لېږدېدو په انتظار ولاړ وو.
د عکس تشریح، دغه ټانکر غزني او کندهار ولایتونو ته د لېږدېدو په انتظار ولاړ وو.
طالبان وايي، د موټرو پر اډې یې برید کړی، چې ټانکر او نور پوځي توکي پکې سوځېدلي.
د عکس تشریح، طالبان وايي، د موټرو پر اډې یې برید کړی، چې ټانکر او نور پوځي توکي پکې سوځېدلي.
ټانکر چلوونکي وايي، په اور کې ځینې کسان وژل شوي هم دي، خو دقیق معلومات ورته نه شته.
د عکس تشریح، ټانکر چلوونکي وايي، په اور کې ځینې کسان وژل شوي هم دي، خو دقیق معلومات ورته نه شته.
اور پر یوه ټانکر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوی.
د عکس تشریح، اور پر یوه ټانکر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوی.
موټروانان وايي، پولیس او د اوروژنې ټیم ایله ګهیځ ور ورسېد.
د عکس تشریح، موټروانان وايي، پولیس او د اوروژنې ټیم ایله ګهیځ ور ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت د سوځېدلو ټانکرو شمېر شاوخوا دوه سوه یاد کړی.
د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت د سوځېدلو ټانکرو شمېر شاوخوا دوه سوه یاد کړی.
سیمې ته د بي بي سي ورغلي خبریالان وايي، د سوځېدلو ټانکرو شمېر شاوخوا څلور سوه وو.
د عکس تشریح، سیمې ته د بي بي سي ورغلي خبریالان وايي، د سوځېدلو ټانکرو شمېر شاوخوا څلور سوه وو.
اور د تېرې شپې پر یوولسو بجو پیل شوی و.
د عکس تشریح، اور د تېرې شپې پر یوولسو بجو پیل شوی و.
موټروانان وايي، له نژدې تېرو دوو میاشتو راهیسې له دې ځایه د ټانکرو د خوځولو اجازه نه ورکول کېده.
د عکس تشریح، موټروانان وايي، له نژدې تېرو دوو میاشتو راهیسې له دې ځایه د ټانکرو د خوځولو اجازه نه ورکول کېده.