اوکراین کې د ټاکنو بهیر

اوکراین کې د ټاکنو بهیر - انځورونه


د اوکراین د خوږو کاروبار یوه ستر پانګوال پیترو پوروشینکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریالیتوب ادعا کړې.
د عکس تشریح، د اوکراین د خوږو کاروبار یوه ستر پانګوال پیترو پوروشینکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریالیتوب ادعا کړې.
پیټرو پروشینکو د اوکراین یو پیژندل شوی سوداګر او کاروباري سړی دی، نوموړی په ( چاکلیټ باچا ) هم مشهور دی.
د عکس تشریح، پیټرو پروشینکو د اوکراین یو پیژندل شوی سوداګر او کاروباري سړی دی، نوموړی په ( چاکلیټ باچا ) هم مشهور دی.
د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر ویکټریانوکوویچ چې د خپلو روسیي پلوه پالیسیو له امله د خلکو له پراخو لاریونونو سره مخامخ شو په پایله کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د عکس تشریح، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر ویکټریانوکوویچ چې د خپلو روسیي پلوه پالیسیو له امله د خلکو له پراخو لاریونونو سره مخامخ شو په پایله کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د نوموړي له استعفا وروسته دا ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې.
د عکس تشریح، د نوموړي له استعفا وروسته دا ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې.
دونیتڅک او لوهانسک کې بیلتون غوښتونکو د مې په ۱۱مه د ټولپوښتنې په ترڅ کې خپله ازادي اعلان کړې وه، چې کیېف او دهغه لویدیځ ملاتړو ته د منلو وړ نه وه.
د عکس تشریح، دونیتڅک او لوهانسک کې بیلتون غوښتونکو د مې په ۱۱مه د ټولپوښتنې په ترڅ کې خپله ازادي اعلان کړې وه، چې کیېف او دهغه لویدیځ ملاتړو ته د منلو وړ نه وه.
د غیر رسمي پایلو پر بنسټ ۴۵ سلنه راېې ورکوونکو رایې ورکړې دي.
د عکس تشریح، د غیر رسمي پایلو پر بنسټ ۴۵ سلنه راېې ورکوونکو رایې ورکړې دي.
یولیا تیمو شینکو یوازې ۱۲ سلنه راې خپلې کړې دي.
د عکس تشریح، یولیا تیمو شینکو یوازې ۱۲ سلنه راې خپلې کړې دي.
د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ لومړی ځل وویل، چې ټاکنو ته درناوی لري او د ټاکنو پایلو کې چې هر څوک بریالي شي د هغه سره به د همکارۍ کولو لپاره چمتو وي.
د عکس تشریح، د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ لومړی ځل وویل، چې ټاکنو ته درناوی لري او د ټاکنو پایلو کې چې هر څوک بریالي شي د هغه سره به د همکارۍ کولو لپاره چمتو وي.