د ٢١ کلن ګريګ د غرۀ ختلو انځورونه
د سکاتلنډ ګريګ بوسويل په غرۀ ختلو کې ژر وځليد. تير کال د ژمي په مياشتو کې دغه زلمى غر ختوونکى د ښکاتلنډ تر ټولو لوړو غرونو ته وخوت چې ختل ورته اسانه نه و. دا هغه غرونه وو چې ښه تجربه لرونکو کسانو يې ختلو ته کلونه وخت لگاوۀ.

















