د پاکستان او سري لانکا سیالي په انځورونو کې

د پاکستان او سري لانکا سیالي په انځورونو کې

په بنګله دیش کې د اسیا کپ د کریکټ سیالیو په لړ کې پاکستان سري لانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د عکس تشریح، په بنګله دیش کې د اسیا کپ د کریکټ سیالیو په لړ کې پاکستان سري لانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د پاکستان له لوري عمر اکمل د اوو څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ په يوازې سر ۷۷ منډې وکړې.
د عکس تشریح، د پاکستان له لوري عمر اکمل د اوو څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ په يوازې سر ۷۷ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري په څلورمه وېکټه عمر اکمل او مصباح الحق د ۱۵۲ منډو په زړه پورې شراکت وکړ.
د عکس تشریح، د پاکستان له لوري په څلورمه وېکټه عمر اکمل او مصباح الحق د ۱۵۲ منډو په زړه پورې شراکت وکړ.
د سريلنکا په څېر د پاکستان د لوبې پيل هم ښه نه وو او يو وخت د ټولټال ۳۳ منډو په سر درې پاکستان لوبغاړي سوځېدلي وو.
د عکس تشریح، د سريلنکا په څېر د پاکستان د لوبې پيل هم ښه نه وو او يو وخت د ټولټال ۳۳ منډو په سر درې پاکستان لوبغاړي سوځېدلي وو.
د سريلنکا له لوري لکمل دوه، پراسنا او مهروف يو يو پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د عکس تشریح، د سريلنکا له لوري لکمل دوه، پراسنا او مهروف يو يو پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د پنجشنبې د ورځې د سيالۍ پچه يا ټاس سريلنکا وګټله (وګاټه) او پخپله يې د بېټنګ يا توپ وهلو پرېکړه وکړه.
د عکس تشریح، د پنجشنبې د ورځې د سيالۍ پچه يا ټاس سريلنکا وګټله (وګاټه) او پخپله يې د بېټنګ يا توپ وهلو پرېکړه وکړه.
د سريلنکا له لوري سنګا کارا او تهرنګا په پنځمه ويکټه د ۹۶ منډو شراکت وکړ.
د عکس تشریح، د سريلنکا له لوري سنګا کارا او تهرنګا په پنځمه ويکټه د ۹۶ منډو شراکت وکړ.
د سريلنکا له لوري سنګاکارا د څلورو څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ ۷۱ منډې وکړې.
د عکس تشریح، د سريلنکا له لوري سنګاکارا د څلورو څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ ۷۱ منډې وکړې.
د ۶۵ منډو په سر د سريلنکا څلور لوبغاړي سوځېدلي وو.
د عکس تشریح، د ۶۵ منډو په سر د سريلنکا څلور لوبغاړي سوځېدلي وو.
پاکستانی بالر اعزاز چيمه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه څلور سریلنکايي لوبغاړي وسوځول.
د عکس تشریح، پاکستانی بالر اعزاز چيمه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه څلور سریلنکايي لوبغاړي وسوځول.