ځینې خلک ولې له ټیلیفونه وېره لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا د ټیلیفون د زنګ له اورېدو سره وارخطا کېږئ؟ ایا د ټیلیفون کولو فکر درباندې سړې خولې راولي؟
ډېر خلک معمولا خپل موبایل ټیلیفون تل له ځانه سره ساتي، خو ځینې داسې خلک هم شته چې له ټیلیفون کولو خورا سخته وېره لري. له ټیلیفون وېره یا "ټیلیفوبیا" یو ډول غایرعادي اظطراب یا ناکراري ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادو کې خلک ورباندې اخته دي.
هغه کسان چې پر ټیلیفوبیا اخته دي کولای شي چې د یوې ډلې ناپېژاندو خلکو پر وړاندې وینا وکړي یا د ټیلیفون له لارې لیکلي پیغامونه واستوي، خو کله چې د ټیلیفون کولو اړتیا پیدا شي نو خورا وارخطا کېږي او ټول بدن يې لړزېږي.
جیل آیسینشتات د هغې موسسې د مشر مرستیاله ده چې د اېنټرنېټ له لارې د دغه ډول کسانو علاج کوي. هغه وايي: "د ډېرو خلکو لپاره په ټیلیفون کې خبرې کول یوه پېچلې مسله ده ځکه هغوی باید په فوري ډول د نورو خلکو د خبرو پر وړاندې غبرګون وښيي. "
له ټیلیفونه خپله وېره څرنګه له منځه وړلی شئ؟
هغه ټکنالوژي چې په مرسته يې کېدی شي له نورو سره اړیکي وساتل شي، پرته له دې چې له چا سره مستقیما خبرې وشي، د ټیلیفوبیا ستونزه له پامه پټه ساتي. له دې امله دا ستونزه لاهم سختېږي ځکه چې د خپرېدا په اړه يې کافي معلومات نشي ترلاسه کېدی. نو، له ټیلیفوني خبرو څخه وېره یا ټیلیفوبیا کېدی شي د خلکو د تولیدي ظرفیت یا کارموندنې لپاره له مصیبته ډکې پایلې ولري.
آیسینشتات وايي: "داسې مشتریان لرو چې راته راځي او وايي چې په خپلو کارونو کې پرمختګ نشي کولای ځکه چې نورو خلکو سره [د ټیلیفون له لارې]غږېدو په وخت کې وارخطا کېږي. تر یوه وخته پورې پر دې ستونزې سترګې پټوي خو وروسته يې زغمل سخت شي."
له ټیلیفون وېره د ځیرک ټیلیفونونو له پیدا کېدو وړاندې موجوده وه.
جیورج ډډلي او شانون ګوډسن په ۱۹۸۶کې په دې اړه د Psychology of Sales Call Reluctance په نامه یو کتاب لیکلی و. په ۱۹۲۹کې، بریتانوي شاعر او لیکوال رابرټ ګریوز په خپل ژوند لیک یا اټوبایوګرافي کې لیکلي چې په لومړۍ نړیوالې جګړې کې له ټپي کېدو وروسته ورته له ټیلیفون کولو سخته وېره پیدا شوې وه.
آیسینشتات په دې وروستیوکې د ټیلیفوبیا یو شمېر پېښې لیدلي. هغه وايي ټیلیفون د راز راز علتونو له مخې اظطراب او ناکراري راپیداکوي."دا په خپله د ټیلیفون په اړه نه ده، بلکې له خلکو سره د خبرو کولو په اړه یو څه دي". "د ځینو کسانو لپاره، ټیلیفون داسې یو ځای دی چې کېدی شي له دوې څخه کومه ناسمه خبره په کې وشي."
د آیسینشتات یو ۲۷ کلن ناروغه مشتري چې د خرڅلاو په برخه کې کار کوي اندېښمن دی چې کومه خبره ترې غلطه نشي یا د کومې پوښتنې په ځواب کې ترې ځنډ ونشي او د نورو خلکو له نظره کم عقله معلوم نشي".

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل ناروغ چې ۵۲ کلن او د مالي چارو یو سلاکار دی، هم اندېښمن دی چې د ټیلیفوني خبرو په وخت کې د چا له نظره ناپوهه و نه ګڼل شي. له دې امله هڅه کوي چې د ټیلیفون پر ځای برېښنالیک وکاروي او په دې توګه خپل پيغام په دقت سره ولیکي او واستوي.
د خرڅلاو د چارو روزونکی جیف شور وايي د خرڅلاو ډېری مسلکي کسان له دې وېرېږي چې د ټیلیفوني خبرو په وخت کې خپل بالقوه مشتریان و نه ځوروي.
شور وايي په داسې حال کې چې د ټیلیفون له لارې د شیانو خرڅولو ډېر رواج موندلی، مشتریانو ته ټیلیفون کول ښايي ځورول او آزار وبلل شي چې د خلکو کورنی ژوند اوشخصي وخت ګډوډولاې شي، نو ځکه هغه کسان چې د ټیلیفون له لارې د خرڅلاو په کارونو بوخت دي وېریږي چې خلک ترې ونه ځورېږي.
کلتوري معیارونه
مایکل لانډرز د هغې نړیوالې موسسې مشر دی چې په نړیوال ډګر کې د راز راز کلتورونو سره د چلن په اړه افرادو او شرکتونو ته مشورې ورکوي.
هغه وايي په ځینو کلتورونو کې، خلک د ټیلیفوني خبرو په اړه اندېښنه لري. د بېلګې په توګه "په جاپان کې، له ناپېژاندو خلکو سره د خبرو کولو په اړه یو ډول زړه نازړه توب شته دی- هغوی نه غواړي چې چا ته سپکاوی وشي یا خجالت شي"."په اندونیزیا کې، په منځنۍ کچه هر کس د ورځې نژدې سل لیکلي پیغامونه استوي، ډېری خلک له ټیلیفوني خبرو ډډه کوي."
لانډرز وايي په ډېرو کلتورونو کې خلک مثلا د ملاقات د وعدې یا له چاسره د یوې معاملې د ترسره کولو هڅو په وخت کې ځکه له ټیلیفونه وېره لري چې ډارېږي غوښتنه يې رد نشي. هغه وايي: "داسې یو کلتور نه پېژنم چې ردېدل يې خوښ وي."
د رملنه
ډېری درمل کونکي د ټیلیفون څخه د ویرې یا ټیلیفوبیا ناروغانو درملنه د داسې لارو په مرسته کوي چې د پېژندنې او رويې یا چلن سره تړاو لري (Cognitive Behavioral Therapy). آیسینشتات خپلو ناروغانو ته وايي چې خپل هغه نارامونکي فکرونه چې له ټیلیفون څخه د وېرې په هکله يې لري مشخص کړي او بیا د بدترینو حالاتو په اړه له ناروغانوسره غږېږي.
هغه وايی: "موږ د هغوی ماغزو سره مرسته کوو پوه شي چې دا حالات خطرناکه نه دي بلاخره د ټیلیفونې خبرو په اړه د هغوی وېره ورو ورو کمېږي او هغوی کولای شي ټیلیفوني خبرې وکړي.
شور وايي د خرڅلاو مسلکي کسان د ټیلیفوني خبرو په وخت کې یو مشخص پلان لري چې خبرې له کوم ځايه پیل کړي او چېرته يې پاې ته ورسوي، او فکر کوي چې څرنګه د ټیلیفون د کرښې بل اړخ کې یو شخص ته یو ارزښت وراضافه کړي.
هغه وايي: "مهم ټکی دا دی چې انګېزه يې وپېژنو،". کله چې یو مسلکي کس چې د خرڅلاو په برخه کې کار کوي وګوري چې د خپلو بالقوه مشتریانو سره څرنګه مرسته کوي، ناپېژاندو کسانو ته ټیلیفون کول آسانه کیږي. "کله چې وینې چې وېره دې بېځایه ده، د ټیلیفوني خبرو په اړه دې باور بدلیږي. " او که هغوی ونشي کولای چې یو ارزښت اضافه کړي، باید ټیلیفون ونه کړي.
په داسې حال کې چې د ټیلیفوبیا په اړه ډېری څېړنې د خرڅلاو په مسلکي کسانو کې شوي، دا ستونزه د نورو مسلکونو په کارکونکو کې هم شته لکه ژورنالیستانو، د عامه اړیکو کارکونکو، سکرټرانو، حقوقپوهانو، کارپوهانو او ټولو هغو نورو کې چې د کار په ترڅ کې ټیلیفون کوي یا ټیلفون ورته راځي. د ټیلیفوبیا له امله د کار موندل هم کېدی شي سخت شي، مثلا هغه وخت چې د ټیلیفونې مرکې په وخت کې یو کاندید وارخطا شي.

د عکس سرچینه، Robert Gunn
کله کله مدیران زده کوي چې څرنګه د خپلو کارکوونکو د عادتونو سره ځان سم کړي.
د چاي پاني رستورانونو ډله چې مولي ایراني يې مدیره ده، د شمالي کارولینا په آشویلي، او په اټلانټا او جورجیا کې رستورانونه لري. مولي وايي له ۱۸۰ تنو کارکونکو څخه یواځې یو څو تنه د ټیلیفون غوږۍ پورته کوي کله چې دا ورته زنګ ووهي. مولي وايي اوس يې عادت شوی چې د ټیلیفون پر ځای له لیکلو پیغامونو څخه کاراخلي.
ټیلیفوبیا سره د مقابلې پنځه لارې:
•تر ټولو بد حالت په اړه فکر وکړئ- معمولا دومره د ویرې وړ خبره نه وي.
•پوه شئ چې ولې ټیلیفون کوئ. آیا کوم مشتري ته د خبر د ورکولو لپاره دی که د کومو مهمو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره؟
•د ټیلیفوني مکالمې د پیل او ختمولو لار پلان کړئ- معمولا د ټیلیفونې مکالمې یا خبرو د پاې ته رسولود یوې ښکلې لارې موندل سخت وي.
•خبرې په یوې آسانه او غیرمهمې موضوع پیل کړئ چې که کومه تېروتنه په کې وشي مهمه نه وي.
•باید وپوهیږئ چې له ستاسو دا هیله نه کېږي چې هرڅه مو باید سل په سلو کې سم وي.
مولي ایراني پوهېږي چې همکاران يې ولې له ټیلیفوني خبرو ډډه کوي. د بېلګې په توګه، ښايي هغوې وېرېږي چې د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې ورڅخه کومه خبره غلطه نشي. خو هغه وايي چې اوس د اړیکو ساتلو لپاره د ټیلیفوني خبرو تر څنګ ډېرې نورې لارې شته دي، او ځوان کارکوونکي کولای شي د ټیلیفون له غمه ځان خلاص کړي.
مولي ایراني وايي: "موږ ډېرو[ له ټیلیفونه د تېښتې] دا احساس درلودلی، خو د تمرین په مرسته ورباندې بریالي شوي یو". "خو اوسنی نسل ورته اړتیا نه لري."








