ستاسې نظر: کرنیز محصولات ډېر شوي خو څنګه ورته بازار ومومو؟

- Author, سپين تڼی
- دنده, لندن
افغان حکومت وایي سږ کال یې کرنیز محصولات زیات شوي او افغانستان کولی شي په دې برخه کې په خپلو پښو ودرېږي. خو ويل کېږي چې د دغو محصولاتو لپاره مناسب بازارونه نه شته.
د افغانستان د کرنې وزارت د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت اته سړخونو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. دوی ګومان کوي چې په دې توګه به میوې او ترکاري خوندي ساتل کېږي او نه به خرابېږي.
سږکال هم د غنمو، وریجو او نورو توکو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
لاملونه یې په افغانستان کې ورښتونه دي او دا چې وچکالي نشته، له کرنې او مالدارۍ سره له بهره د راستنېدونکو افغان کډوالو لېوالیتا او له بزګرانو سره د کرنې په برخه کې د حکومت همکاري په ګوته شوي دي.
د کرنې وزارت وایي چې له ۴۰ زرو بزګرانو ته وړیا نیالګي ورکوي، له بڼوالو سره مرسته کوي او د نباتي ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې هم مرستې کوي.
خو پوښتنه داده چې د میوو او ترکاریو په ګډون افغان کرنیزو محصولاتو ته څنګه بازارونه موندل کېدلی شي؟
ستاسو په ګومان کومې لارې چارې د افغانستان محصولاتو ته ښه بازار موندلی شي؟
د سه شنبې ستاسې نظر خپرونه کې په همدې موضوع ستاسو نظر اورو.
ما سپین تڼي ته د پروګرام پر وخت مخامخ زنګ ووهئ. شمېره موده : ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
په فیس بوک کې هم خپل نظریات راته پرېږدئ.








