افغان کرېکټ له کوڅو تر نړیوالو اتلولیو

تر دې ځایه لوبډلې تجربه موندلې وه ، په هېواد کې یې ملاتړ درلود.
د عکس تشریح، تر دې ځایه لوبډلې تجربه موندلې وه ، په هېواد کې یې ملاتړ درلود.
    • Author, ايمل پسرلى
    • دنده, لندن

په ۱۹۹۷ کال کې د الله داد نوري په نامه یوه ځوان زنګ راوواهه.

ویل یې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان دی. زما لومړنۍ پوښتنه وروسته خپله ماته هم حیرانونکې وه: افغانستان کرېکټ لري؟

الله داد نوري د خپلې لوبډلې ستاینې پيل کړې او ویې ويل چې لومړنۍ لوبه یې په پاکستان کې د قبایلو له لوبډلې ګټلې ده.

دا هغه کلونه وو، چې پر افغان لوبغاړو د نړیوالو لوبو دروازې تړلې وې او له افغانستانه بې له جنګه بل خبر چا نه اورېده.

کرېکټ پيل شو خو ونه غوړېد.

تر پردې شاته او د خپلمنځي اختلافونو له امله دا لوبه داسې ښکارېده چې ښايي تر پيل وړاندې ورته د پای ټکی کېښودل شي.

په ۲۰۰۴ کال کې نژدې و چې افغانستان د کرېکټ اسیايي جام ته لار ومومي خو هانګ کانګ ترې مخته شو.

رسنیو او عام ولس پام ورته ونه کړ. د دوی پرمختګ پټ پاتې شو.

په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان ریس احمدزي زنګ راوواهه.

ویل یې مهمه خبره راسره لري.

احمدزي سره مې په تیلې فون خبرې کړې وې خو په لومړي ځل مې له نژدې لید.

په سپورتي جامه کې لوړ دنګ ریس احمدزي راغی او له جېبه یې یوه پاڼه را وایسته.

په پاڼه کې د ۲۰۱۱ کال نړیوالو اتلولیو ته د رسېدلو مهال وېش و.

افغانستان په پنځم پړاو کې له ۱۱ نورو هېوادونو سره مخامخ و.

ریس احمدزي ویل که دغه پړاو وګټو نو څلورم پړاو ته رسیږو چې د افریقا په تنزانیا کې دی، هلته د هانګ کانګ په ګډون پنځه نورې لوبډلې دي.

که هغه وګټو نو ارجنتاین ته ځو چې هلته بیا پنځه نورې لوبډلې دي او که هغه وګټو نو بیا جنوبي افریقا ته ځو چې هلته بیا ټولې ۱۲ لوبډلې دي که په هغو کې یو له څلورو لومړنیو لوبډلو شو نو نړیوالو اتلولیو ته ځو.

ریس احمدزي دا ټوله کیسه داسې کوله لکه عادي خبره چې وي.

دوی د دغه سفر اول پړاو د برتانیا په جرسي ټاپو کې د ۲۰۰۸ کال په پسرلي کې پيل کړ. زه هم ورغلی وم. لوبغاړو د ډوډۍ پيسې نه درلودې په چپس به یې ګوزاره کوله.

خو هوډ او اراده یې خورا پياوړې وه.

دوی پایلوبه وګټله، تنزانیا ته لاړل. هلته یې هانګ کانګ او نور ټول مات کړل ارجنتاین ته ورسيدل.

په ارجنتاین کې یې پيل په ماتې وکړ، بارانونو له نورو ماتو راوګرځول او په پای کې یو نه یو ډول د هغو اتلولیو اتلان هم شول.

وروستی پړاو د جنوبي افریقا و.

تر دې ځایه لوبډلې تجربه موندلې وه ، په هېواد کې یې ملاتړ درلود او د شهزاد محمدي په څېر نوي لوبغاړي هم ورته راغلي وو.

د نړیوال جام لور ته سفر

افغان لوبغاړي نړیوال جام ته ونه رسیدل دوی په پنځم نمبر راغلل او نړیوال جام ته یوازې څلور هېوادونه تلل.

ایرلنډ، کاناډا، کینیا او هالنډ تر افغانستان مخته شول.

خو په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان له دغو څلورو دومره وړاندې شو چې دا دی له ایرلنډ سره یو ځای د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته افغان لوبغاړي ورسېدل.

کینیا چې په ۲۰۰۳ کال کې د نړیوالو اتلولیو نیمه پایلوبو ته رسېدلې وه اوس د افغان لوبغاړو په وړاندې هېڅ ونه لوبېدلی شوای.

په ۲۰۱۵ کال کې چې نړیوالې اتلولۍ په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کېږي افغانستان له ښو لوبډلو سره مخامخ دی.

دواړه کوربانه، انګلستان، سرېلنکا او بنګله دیش به له افغانستان سره لوبې کوي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه به د ۲۰۱۵ کال د فبروري په۱۸ مه نېټه له بنګله دیش سره وي.

افغان لوبغاړو له کوڅو لوبه پيل کړه، تر یوه ځایه یې ورسوله له خورا تجربه لرونکو لوبغاړو سره په نړیوالو اتلولیو کې لوبې ورته اسانې نه دي.

خو افغان لوبغاړي بې ساری هوډ لري که په چپسو اول ګام وهلی شي په ښې وضعې وروستي ګام هم پورته کېدای شي.