افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پوښتنې او هیلې

- Author, ډاکټر علي وردګ
- دنده, د برتانیا د جنوبي وېلز پوهنتون استاد
د تېر کوچني اختر په ورځو شپو کې کابل ته په شخصي سفر تللی وم. ټول بحثونه سیاسي و چې زه یې هم اتفاقي برخه وال شوم.
لوی سیاسي ګوندونه، نوي اېتلافونه، لویې وړې ډلې ټپلې هر څوک د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په مختلفو بحثونو بوخت وو.
کاندیدان لا معلوم نه و خو داسې ښکارېدل چې شمېر به یې بیا هم زیات وي. ځینو د ایتلافونو خبرې کولې. ظاهرآ د افغانستان سیاسي راتلونکي ته ایتلافونه ښه خبره ده چې هیلې یې پیدا کولې. خو دغه اېتلافونه تر ډېره قومي او سمتي بڼه درلوده چې ښايي وېرې او اندېښنې پیدا کړي.
برتانیا ته په راستنېدو مې د دغو اتفاقي ناستو، مجلسونو او خبرو په باب غور وکړ چې دا لیکنه یې محصول ده.
د راتلونکو انتخاباتو په اړه د مختلفو سیاسي دریځونو تشریح د دې لیکنې اصلي موضوع ده. نو تر نورو خبرو وړاندې به لومړی د اختر په مناسبت دوو پیغامونو ته تم شو.
یو د ولسمشر حامد کرزي له لوري ولس ته و او بل د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په نامه خپور شوی و.
په لومړي پيغام کې خلک هڅول شوي وو چې په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي. خو په دویم کې له خلکو غوښتل شوي وو چې د پردیو په شته والي کې د انتخاباتو بهیر تحریم کړي.
داسې ښکارېدل چې دغو متضادو پیغامونو پر سیاسي دریځونو هم سیوری غوړلی و. له لویه سره دا متفاوت سیاسي دریځونه په درو برخو وېشل کېدای شي.
پر خپل وخت ټاکنې
د غیر مسلح اپوزیسیون هغه مهمې ډلې چې د هېواد په نسبتآ ارامو سیمو کې ډېر نفوذ لري، له لوېدیځ نه د ورغليو افغان سیاستوالو یوه برخه، ډېر نوي جوړ شوي احزاب او د مدني ټولنې ځینې فعالین په دې باور و چې د اوسنۍ ادارې پر ځای د یوې مشروعې ادارې د راتګ لپاره هرو مرو باید ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.
دوی وايي دا د افغانستان د اساسي قانون له مهمو غوښتنو څخه ده او باید حتمآ پر خپل وخت ترسره شي.
همدا د ولسمشر کرزي د ادارې هیله هم ده چې نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول متحد ایالات یې ملاتړ کوي. خو د دې نظر مخالفو خلکو بیا استدلال کاوه چې په داسې حالت کې انتخابات څرنګه شونې دي چې د ټاکڼو امنیت بالفعل او بالقوه تر ګواښ لاندې دی؟
دا پوښتنه هم وه چې په داسې شرایطو کې به ټاکنې څرنګه شفافې وي؟
همدې پوښتنو بیا په همدې شرایطو کې د جوړېدونکي حکومت د مشروعیت په اړه سوال پیدا کاوه.
ملي اجماع
د افغانستان د نا امنه سیمو غیر مسلح اپوزیسیون، له غرب نه د راغلیو ځینو افغان سیاستوالو استازو، د حاکمې ادارې ځینو لوړ پوړو چارواکو، ځینو نویو ګوندونو او د مدني ټولنو ځینو فعالینو چې پر وخت یې د ټاکنو ترسره کول ضروري بلل دا استدلال یې هم کاوه چې اوسني شرایط ټاکنې له جدي ننګونو سره مخامخ کړې دي.
دوی وايي د سرتاسري امنیت نشتوالي، پر ځینو امنیتي او ټاکنیزو بنسټونو د دولتي یا سیمه ییزو زورواکانو غیر مشروع نفوذ، د ولسمشرۍ د ټاکنو د بې شمېره کاندېدانو شته والی او د دوی ترمنځ د مشخصو ملي اجنداو نشتوالی راتلونکو ټاکنو ته جدي ستونزې پیدا کړې دي.
په همدې دلیل د دوی په فکر اړینه ده چې د مشخصو ملي اجنداګانو د رامنځ ته کېدا لپاره ملي اجماع وشي او انتخابات یوازې د معدودو سیاسي مشرانو ترمنځ، چې د مشخصو ملي اجنداو نمایندګي کوي، باید ترسره شي.
خو د "ملي اجماع" مفهوم په دقیق ډول نه دی تعریف شوی. ځینې یې د حاکمې ادارې او له هغې څخه بهر د زور واکانو ترمنځ تفهام تفسیروي، ځینې یې لویه عنعنوي جرګه او ځینې نور یې د ملي بنسټونو تر منځ تفاهم او ملي همغږي تفسیروي.
له همدې امله دې دریځ ځینې پوښتنې پیدا کړي دي. ایا د دولتي او غیر دولتي زور واکانو تر منځ سیاسي تفاهم د وروستیو ٬مصلحتي٬ ادارو (چې د فساد او نورو تورونو تور ورپورې دی) بیا تولید ته زمینه برابره نه کړي.
ایا د حاکمې ادارې تر نظارت لاندې "فرمایشي" لویه جرګه ملي اجماع منځ ته راوړی شي؟
ایا کېدای شي چې د ملي بنسټونو تر منځ په راتلونکو څو میاشتو کې موثره ملي همغږي پیدا شي، په داسې حال کې چې دا کار په تېرو دولسو کلونو کې و نه شو؟
عبوري او بېطرفه اداره
ځینې قومي مشران او د افغانستان په نا امنه برخو کې د غیر مسلح اپوزیسیون غړي، د مسلح اپوزیسیون ځینې مشران، په لوېدیځ او افغانستان کې دننه ځینې افغان سیاستوال، د مدني ټولنو ځینې غړي او ځینې نوي سیاسي ګوندونه د ټاکنو په باب یادې شوې ننګونې دومره جدي بولي چې د رڼو او سرتاسري انتخاباتو شته والی ناشونی ګڼي.
په داسې حال کې چې دوی د ټاکنو له لارې د نوې ادارې پرجوړېدا ټینګار لري خو د دې کار لپاره د یوې عبوري بې طرفې ادارې جوړېدل غواړي.
د دوی په فکر د دې عبوري ادارې دنده به د امنیتي او انتخاباتي بنسټونو بېطرفانه نظارت او هغوی ظرفیت لوړونه، د غیر قانوني اسلحې ټولول او د افغانستان له مسلح اپوزیسیون سره د سولې د داسې فضا رامنځ ته کول وي چې هغوی هم په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.
د دې دریځ پلویان استدلال کوي چې یوازې له همدې لارې داسې سرتاسري ټاکنې شونې دي چې محصول یې ټولو ته د منلو وړ وي. خو د دې درېځ په وړاندې بیا اساسي پوښتنې دا وې چې:
- د بې طرفه تیکنوکراتانو د تشخیص معیار به څه وي او د عبوري ادارې د جوړېدا مېکانېزم به څرنګه وي؟
- د هغو خلکو له مخالفت سره به څه کېږي چې پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدل غواړي؟
- نړيواله ټولنه به د عبوري ادارې جوړېدا ته څرنګه قانع کېږي؟
پایله

د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لوی تصویر تر هغه ډېر پېچلی دی چې ظاهرآ ښکاري.
په دې لیکنه کې یاد شوي درې عمده سیاسي دریځونه د راتلونکو ټاکنو د لوی تصویر ټولنیز او سیاسي ابعاد په ګوته کوي.
ټولې پوښتنې چې خلک یې د هر دریځ پر وړاندې را پورته کوي موجه دي او ژور مکث ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د رڼو ټاکنو ترسره کول افغانانو ته نوې هیله پیدا کړې خو په دې اړه د ځینو پوښتنو د ځواب نشتوالی واقعي وېرې هم زېږوي.
نو د افغانستان په دې نازک سیاسي پړاو کې د ټولو سیاسي ګوندونو، خوځښتونو، مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو د ټولو غړو دا ملي او اخلاقي دنده ده چې د یادو شویو پوښتنو د عملي ځوابونو د پيدا کولو په هیله یو ملي ډیالوګ ته داخل شي.
د افغانستان د مسلح اپوزیسیون اسلامي او ملي وجیبه ده چې د مرمېو د تبادلې پر ځای د خبرو تبادلې ته لومړیتوب ورکړي او د راتلونکو ټاکنو په باب پر خپل شته دریځ بیا غور وکړي.
له ټولو نه مهم دا چې که اوسنۍ حاکمه اداره او نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د خبرو تله په بریدونو درنه شي باید دوی د بین الافغاني ډیالوګ د کېدو زمينه برابره او یاد شوي متضاد دریځونه سره نژدې کړي.
د دوی دنده ده چې د افغانستان٬ سیاسي بزکشي یا اوزلوبه٬ د ټاکنو په یوه رڼې، سرتاسري او بنسټیز بهیر بدله کړي چې محصول یې داسې دولت وي چې د افغانستان ټولو پرګنو ته د منلو وړ او د دوی لویې هیلې پر ځای کړي.








