د يو خوب پنځوس کلن تعبير

پوره پنځوس کاله (نيمه پېړۍ) وړاندې د ۱۹۶۳م د اګست پر ۲۸ مه ډاکټر مارټېن لوتر کېنګ جونېر د واشنګټن د تاريخ تر ټولې لويې غونډې ته وینا وکړه.
د عکس تشریح، پوره پنځوس کاله (نيمه پېړۍ) وړاندې د ۱۹۶۳م د اګست پر ۲۸ مه ډاکټر مارټېن لوتر کېنګ جونېر د واشنګټن د تاريخ تر ټولې لويې غونډې ته وینا وکړه.
    • Author, خان زمان کاکړ
    • دنده, کوټه

ډېر څه لاس ته راغلي دي، ډېر څه چې پرون بيولوژيکي او فطري حقيقتونه ګڼل کېدل، نن په تنګ نظري او ستم ګري تعبيرېږي.

اوس د انسان د پوست رنګ د هغه د اصليت او ذهانت فېصله نه شي کولی.

نن تورپوستی بارک اوباما د دويم ځل لپاره د امريکا د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست دی، هم دا به د ډاکټر مارټېن لوتر کېنګ جونېر د خوب تر ټولو رسا تعبير نه وي؟

پوره پنځوس کاله (نيمه پېړۍ) وړاندې د ۱۹۶۳م د اګست پر ۲۸ مه ډاکټر مارټېن لوتر کېنګ جونېر د واشنګټن د تاريخ تر ټولې لويې غونډې ته چې دوه نيم لکو کسانو په کې ګډون درلود، خپله هغه تاريخي وينا واوروله چې يوازې وينا نه بلکې د مملکت د چارو او د ټولنيز ژوند د ډهانچې د بدلون په عمل کې بنسټيزه تيږه ثابته شوه.

د هغه خوب او مبارزې يوازې هغه ته د نوبل امن جايزه ورنه کړه بلکې د ټول انساني تاريخ په يوه ډېره مهمه، موثره او متحرکه برخه کې يې مېشت هم کړ.

د مارټېن لوتر کېنګ تقرير چې "زما يو خوب دی" تر سرليک لاندې د شهره آفاق تقريرونو په ليکه کې راځي، يو تر ټولو مهم خصوصيت يې دا و چې دا خوب يوازې پر يوه هيله ولاړ نه و بلکې په خلکو کې يې د نا انصافۍ او نسل پالنې خلاف د مبارزې صلاحيت هم توانمناوه او نن نيمه پېړۍ پس هم بشري او مدني مبارزو ته هم هغسې تومنه او توان ورکوي.

مارټېن لوتر کېنګ د ۱۹۶۸م کال د اپرېل پر ۴مه ووژل شو خو د هغه خوب د وژلو شی نه و، نه خوب ووژل شو او نه يې تعبير!

په "زما يو خوب دی" کې پر تور پوستو ږغ شوی چې د خپلې مبارزې په ترڅ کې به کله هم د تشدد چارې په کار نه راوړي.

هغوی ته باور ورکول شوی چې سوله یيزه مبارزه هغوی تر خپل منزله رسولی شي او د دې تر څنګ دا هم ورته ويل شوي چې تور پوستي کله هم داسې خپل حق نه شي تر لاسه کولی چې له سپين پوستو کرکه وکړي بلکې د تور پوستو خپلواکي د سپين پوستو او د سپين پوستو خپلواکي د تور پوستو په خپلواکۍ کې ده، په هم دې توګه د يو سوکاله او خوشاله ژوند قيام ممکن دی.

د غلامۍ، نسلي تعصب او تشدد خلاف د مارټېن لوتر کېنګ شمېر د شلمې پېړۍ د دنيا د سترو مبارزينو لکه مهاتما ګاندي، باچاخان او نېلسن منډېلا په کتار کې کېږي.

د دې څلورو واړو د تحريکونو بنيادي روح له يو او بل سره شريک و، تر ټولو مهم شراکت د عدمِ تشدد د مفکورې و، د دې لويو تحريکونو د تاريخ لوستونکي پوهېږي چې عدمِ تشدد يو مجهول تخيل نه بلکې يوه ډېره فعاله او متحرکه پاليسي ده خو دا پاليسي هغه د باچا خان خبره "مېړني خلک غواړي."

مارټېن لوتر کېنګ د دنيا د هغو مېړنيو وګړو له ډلې و چې د سوله یيزې مبارزې په زور يې د پېړيو پېړيو غلامانو خلکو ته د خپلواکۍ لار ور وښووله.

د دې په پايله کې چې حالات ورځ په ورځ په کومې خوا روان دي، د مارټېن لوتر کېنګ د خوب يو ډېر حوصله افزاء تعبير وړاندې کوي.

"زما يو خوب دی چې يوه ورځ د جارجيا په سرو غرونو کې د سپين پوستو بادارنو او تورپوستو غلامانو وارثان يو او بل ته د وروڼو غوندې ورغاړه وځي."
د عکس تشریح، "زما يو خوب دی چې يوه ورځ د جارجيا په سرو غرونو کې د سپين پوستو بادارنو او تورپوستو غلامانو وارثان يو او بل ته د وروڼو غوندې ورغاړه وځي."

دا هسې نه ده چې نن په دنيا کې خلک دې ته مجبوره شوي چې د عدم تشدد سترې څټې سر له بېرته دريافت کاندي.

"زما يو خوب دی چې يوه ورځ د جارجيا په سرو غرونو کې د سپين پوستو بادارنو او تورپوستو غلامانو وارثان يو او بل ته د وروڼو غوندې ورغاړه وځي، زما يو خوب دی چې يوه ورځ به زما څلور تنکي ماشومان په يوه داسې قام کې ژوند کوي چې دوی به په کې د خپل رنګ پر ځای په خپل کردار پېژندل کېږي .... او زما يو خوب دی."

نسل پالنه او نسلي تعصب د يوې ډېرې اوږدې مودې لپاره غلامۍ، کلونلیزم، استحصال او دهشت ته په داسې توګه زمينه مساعدوله چې دا هر څه فطري او جينياتي دي.

د چارلس ډاروېن د بيولوژيکي ارتقاء د نظريې يوه ډېره ګمراه کوونکې تشريح په ټولنيزو علومو او سياسي چارو کې داسې وشوه چې ځينې پياوړي نسلونه دا حق او وړتيا لري چې بايد ژوندي پاته شي او نور که د ځمکې له سره ورک شي نو په دې کې د چا قصور نشته بلکې وجه به يې دا وي چې دا خلک به د ژوند کولو صلاحيت نه لري.

د دې ډول خيالاتو تشهير او ترويج د نولسمې پېړۍ په منځنيو کلونو کې په خاص زور سره روان و، اروپايانو ترې د کالونايزېشن لپاره کار واخيست او بيا يې منطقي انجام په دويم نړېوال جنګ کې اډولف هټلر په ناڅي جرمني کې ورکړ چې نژدې ۱۰ ميليونه انسانان يې د ځمکې له سره په دې ورک کړل چې د دوديزې نسلي پوهې په رڼا کې د "ټيټو نسلونو" له کټګورۍ ؤ.

له دويم نړېوال جنګ پس د کټګورايزېشن د سياست خلاف رويې وغوړېدې او د مدني حقونو د پياوړو مبارزو په برکت ممکنه شوه چې په ټولنيزو علومو په ځانګړې توګه د بشرپوهنې داسې ليدلوري ورغول شول چې نسل يوه بيولوژکي نه بلکې ټولنيزه پديده ثابته کړي.

دا بدلون هم د ډاکټر لوتر کېنګ د خوب د تعبير يوه برخه ده چې نن نسل او له نسل سره تړلي موضوعات په ټولنيزو علومو کې ډېر کم ځای لري.

اوس د يو قام يا کولتوري ډلې د تاريخ ریښې په نسل کې نه بلکې پر يوه ژبنۍ يا سيمه یيزه کرښه کتل کېږي.

اوس دا هېڅ بحث نه دی چې څوک تر چا اصيل دی بلکې اوس هر څوک اصيل دی، د هر چا د اصليت خپل معيار دی او هر معيار د درناوي وړ او په بشري ټولنه کې د موجودو رنګينيو ترجمان دی.

د ډاکټر لوتر کېنګ د خوب تر ټولو لوی تعبير دا و چې کله په ټولنيزو علومو کې د کولتوري، ژبنيزو او سيمه یيزو تفريقونو (differences) د جنګولو پر ځای د هغوی لمانځل (celebration) پېل شول، يعنې په رنګونو او کولتورونو کې موجود فرقونه کله هم د ټيټوالي، نا انصافۍ او استحصال دليل نه شي کېدی بلکې دا د بشري ټولنې دننه پرتې رنګينۍ دي او د دې ساتل پکار دي.

هم دا نکته وه چې د ډيموکراسۍ نظرياتي روح ته يې توان وباخښه، د پلوراليزم غوندې پياوړې لارليکې يې وضع کړې او د سوله یيزې باهمي بقاء اصولونه يې متعين کړل.