ډیوه: کاغذونه

- Author, شمع نظامي
- دنده, افغانه ورځپاڼه ليکونکې
ړانده یو که نالوستي؟ ښايې په دې دواړو کې یو کم شمېر یو خو هغوی چې نه ړانده دي نه نالوستي په ځانګړي هنر دغه تمثیل کوي.
د دې ځواب هم نه وايي چې څه دي او که ورته ړانده وویل شي غصه به هم شي ځکه د معیوبینو سره هم چندان جوړ نه راځي.
ورته يې پام نشته. لږ تر لږه دا پوښتنه هم نشته چې د بدن دا غړی مو په څه کې له لاسه ورکړی او د نالوستي نوم که دې ورته واخیست حتمي ده چې د ملنډو تور به درپورې شي ځکه که مو چا زده کړې هم نه دي کړي په پیسو خو مو سندونه پېرلي خو اصل ځواب نه شته.
دا خبره له کشره تر مشره یو ډول ده. د ننګرهار په ښار کې هر هټیوال پخپلې هټۍ کاغذ لګولی وي او پرې لیکل شوي وي چې راکړه ورکړه یوازې په افغانۍ ده.
دا خبره سمه ځکه ده چې د جلال اباد ښار په زړه کې د افغانستان د ازادۍ اتل او د خپلواک هېواد ارمانجن غازي امان پروت دی.
څنګه به د امان الله خان باچا په ښار کې د خواږه افغانستان پیسې چلند و نه لري.
څنګه به پردي بانک نوټونه په راکړه ورکړه کې افغانۍ تر سیوری لاندې کړي. خامخا باید ولیکل شي چې راکړه ورکړه په افغانو ده.
خو نه، داسې نه ده. د همدغو لګېدلو کاغذونو شاته ناست هټیوال ګړۍ په ګړۍ د کلدارو شمېر کوي.
د دولت مامورین هم چې کله تنخوا واخلي له هټیوال مخکې د پیسو د ادلون بدلون بازار ته ځي او خپل هویت په پردي هغه اړوي.
دا هم ښه ده چې له کمو افغانیو ډېرې پردۍ پیسې جوړېږي خو دا هم ناروا ده چې د خپل وطن نښان د نورو په انځور لرونکو نوټونو پلوري.
دې نا انصافه کړنې ته د احساس یو مېړه هم فکر نه کوي. که داسې کوو بیا ولې خپل ځان ته د خجالت سند پر سینه ځړوو او لیکو چې راکړه ورکړه په افغانیو ده.
د دې ډلې لارویان یوازې په افغانیو کې د ملامتۍ نښان په تندي نه وړي. داسې نورې برخې هم شته چې همدوی په خپل ځان په کې ګواهۍ ته لاره جوړه کړې.
د کابل په پارکونو کې يې لوحې ځړولي وي چې د باغچو دننه مه ځئ چې ګلونه وچ نه شي خو د دغه لوحو څو متره ور دننه په ګلونو کې ستړي خواره واره پراته وي.
ګلونه هم ماتېږي، چمن هم وچېږي او د لیک سپکاوی هم په کې شته.
په ځینو دولتي ودانیو کې چې د لویو لارو ترڅنګ ودان دي، لیکل شوي وي، ودرېده منع دي خو د دغه لیکلو خوا اوشا ګڼې موټرې ولاړې وي.
که څوک ښاروال پېژني او که څوک کوټوال ورته ستونزه نشته چې چېرې خپل موټر دروي.
د یوه روغتون کیسه جالبه ده چې په کې لیکل شوي سګرېټ څکول بند دي. د روغتون د سر طبیب په لوی مېز د سګرېټو ایرې پرتې وي. په ډېرو نورو دفترونو او کارځایونو کې هم د سګرېټو د بندیز کاغذ هم وي او د سګرېټ څکونکو نښې هم.
په ولایتونو کې د ملنډو دغه کچه ښه لوړه ده. پولیسو د خپلو موټرونو هندارې تورې کړي وي، په داسې حال کې چې ځان د قانونو ساتونکي بولي.
د ولسمشر امر دی چې هېڅ څوک په تورو هندارو لرونکو موټرونو کې نشي ګرځېدای. په ځینو سیمو کې داسې هم لیدل کېږي چې د نشي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس په خپله په نشه روږدي خلک وي.
له دغو کاغذونو سره په پرتله د افغانستان ډېر قوانین داسې دي چې په کتابونو کې خوندي دي خو پلی ډګر يې هغسې نه دی.
اوس نو دا کولتور پالونکی هېواد به کله دا کولتور پیدا کړي چې لیکل، ویل او پلي کول په کې سره سم شي او نور نو د کاغذونو ترشا ناست خلک په ځان د ګواهۍ لپاره داسې څه و نه لیکي چې په عمل يې وس بر نه وي.
د دې خلکو د شعور کچه به کله داسې حالت ته رسېږي چې له کار کولو وروسته په ځان پسې ولیکي.
که همداسې پاتې شو راتلونکی نسل به مو هم د لټۍ په ناروغۍ کې رالوی کړی وي او د کار پر ځای به د پلمو په لټه روږدي یو.
راځئ هر یو په ځان د یوه مسولیت پیټی بار کړو، تر منزله يې د رسولو فکر وکړو کنه دا کاغذونه هسې نه په خبرو راشي یا اور واخلي او که په کې وسوځېدو لوی پېغور به مو ترشا پرې ایښی وي.








