تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په زهرو لړلې ګوړه - په افغانستان کې د وړانګو غیر معیاري کارول
- Author, محمد تنها
- دنده, د آلمان مګديبورګ پوهنتون
په هر ځای او وخت کې چې کله هم د وړانګو خبره یاده شي نو عام وګړي او ان د مسلک خاوندان د اټومي بمونو، په اټومي تاسیساتو کې د چاودنو او له وړانګو سره تړاو لرونکو نورو خطرناکو مسائلو په اړه فکر کوي.
پر جاپان د امریکا لخوا د اټومي وسلې تر کارونې وروسته امریکا او د اټومي انرژي نړیوال آژانس نورو غړو هېوادونو هڅه وکړه چې د "اټوم د سولې لپاره" تر عنوان لاندې خلک د هستوي او وړانګو ټکنالوژۍ سولیزې کارونې په اړه فکر کولو ته را وبولي.
خو دا چاره تر هغه پورې اغېزمنه ثابته نشوه تر څو چې له هستوي ټکنالوژۍ او وړانګو څخه د ناروغیو تشخیص او درملنې په برخه کې کار اخیستل پیل شول.
وړانګې په لمړي ځل د ناروغیو تشخیص په تېره بیا د ماتو هډوکو چاکونو په مالومولو کې وکارېدې، خو سوکه سوکه یې د درملنې ډګر کې هم د پل ځای وموند.
د ایکس وړانګو له تشخیصیه ماشینونو څخه نیولې بیا د سرطانونو په درملنه کې د ایزوتوپونو تر کارونې پورې د وړانګو تولیدوونکې ټولې ټکنالوژۍ دې ته اړتیا لري چې کړنې یې د قانون په چوکاټ کې وي او په منظم ډول وڅارل شي.
له وړانګو څخه د ځان ساتنې په تړاو تر ټولو مهم اصول د وړانګو پر فزیکي ماهیت، تخریبي میکانیزم او د کاروونکې وړانګو چینې د اکټیویټي پر اندازې پوهاوی دی.
په دې ورستیو کې د افغان او الماني څېړنکو یوې ډلې د برتانیې راډیولوژیکي محافظت علمي او څېړنیزې مجلې یو څېړنلیک خپور کړی چې پکې همدې ټکي ته اشاره شوې.
دې څېړنې په طب کې د کارېدونکو وړانګو په اړه د راډیولوژۍ مرکزونو د وړانګو کار کوونکو او عامو وګړو د پوهاوي کچه مالومه کړې چې په حضوري توګه یې د وړانګو نږدې ۴۷۰ ماشینونه کتلي او پر انټرنټ یې د نږدې ۱۲۰۰ کسانو نظرونه را ټول کړي.
په خواشینۍ سره دا موندنې ښيي چې تر ۷۰ سلنه زیات د وړانګو کار کوونکي او عام وګړي د وړانګو د تخریب پر میکانیزمونو او زیانونو له سره خبر نه دي.
همدا راز تر ۵۰ زیاتو هغو کسانو ته چې په یوه یا بل ډول یې طبي وړانګې اخیستې دي، د وړانګو زیانونو په اړه هیڅ مالومات نه دي ورکړل شوي. په ځینو حالاتو کې خو داسې هم شوي چې د وړانګو ماشین تر شا ولاړ راډیولوجېسټ یوازې د ماشین په لګولو او مړ کولو پوهېږي او بس.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د وړانګو څخه د ځان ساتنې یوه څانګه او د افغانستان اټومي انرژۍ عالي کمیسیون کې د وړانګو څخه د ځان ساتنې څانګه موجودې دي.
خو بیا هم حضوري او پر انټرنټ سروې ګانې دواړه ښيي چې په افغانستان کې د وړانګو څخه د ځان ساتنې په اړه د پوهاوي کچه هم د راډیولوجسټانو او هم د عامو وګړو په مینځ کې تر ۳۰ سلنه لوړه نه ده.
د المانۍ بایرن کمپنۍ یو رپوټ کاږي چې په ټول افغانستان کې په نړیوالو منل شویو معیارونو برابر یوازې یو راډیولوجېسټ موجود دی.
که څه هم پورته یادې شوې ادارې د دې ستونزې په تړاو لومړۍ درجه مسؤولې ادارې ګڼل کېدای شي خو ټوله پړه په دوۍ باندې اچول هم د ستونز له حل سره مرسته نه کوي.
د افغانستان اټومي انرژۍ اداره کې زما د کلونو مخکې کاري تجربه ښيي چې له وړانګو څخه د ځان ساتنې په تړاو لومړۍ ستونزه د قانوني چوکاټ نشتوالی، دوهم ستونزه د وړانګو ماشینونو ته د لایسنس ورکولو یوه معیاري میکانیزم نشتوالی، دریمه ستونزه د تخصصي پوهې نشتوالی او څلورمه ستونزه چې د دې ټولو ستونزو زېږنده ده هغه دې موضوع ته د سیاسي ارادې او پاملرنې نشتوالی دی.
که څه هم په دې ورستیو کې د افغانستان د هستوي انرژۍ قانون او له وړانګو څخه د ځان ساتنې مقرره تسوید، تصویب او توشیح شوي دي خو بیا یې هم د پلي کولو لپاره غښتلې سیاسي ارادې ته اړتیا ده چې لا تر اوسه یې څرک نه لګېږي.
دا چاره کېدای شي ډېر لاملونه ولري خو دوه ستر یې دا دي چې یا خو تخنیکي مسائل زمونږ سیاستوالو ته هیڅ ارزښت نلري او یا خو دا برخه هم لکه د طب نورې برخې د طبي مافیا په ولکه کې دي.
دا پایلې هغه ریپوټونه کره ثابتوي چې ویل کېږي افغانستان ته تر پنځوس سلنه زیاتې دواګانې او طبي وسایل له قانوني پړاونو وهلو پرته واردېږي او کارېږي.
دا ډېره غیر انساني ده چې یو ناروغ له پور کړو پیسو او سلګونو هیلو سره زموږ طبي مرکزونو ته ورشي او موږ یې د وړانګو تر غیر معیاري طبي ماشینونو لاندې واچوو او یو غیر مسلکي راډیولوجیسټ یې لکه قصاب سر ته ودروو او د دې په ځای چې له ناروغ سره مرسته وکړو لا یې ټپ او درد نور پسې ور بدتر کړو.
که حکومت غواړي دا مسئله جدي تر څار لاندې ونیسي نو لومړی ګام به دا وي چې د وړانګو ټول ماشینونه د لایسنس تر یوه منظم رژیم لاندې راوستل شي، د راډیولوجي ټولو مرکزونو کارکوونکو مسلکي ارزونه دې وشي د معیارونو نه پوره کولو له کبله دې د کار جواز ورڅخه واخیستلای شي.
له ټولو راډیولوجېسټانو دې د کانکور په بڼه یوه ازموینه واخیستل شي او د راډیولوجۍ تدریسي انستیتیوتونو کریکولم دې کلک وڅارل شي، د وړانګو څخه د ځان ساتنې د څار ادارو مسلکي ظرفیت ته دې پاملرنه وشي.
د عامه اطلاعاتو وسائلو او خواله رسنیو دلارې دې د وړانګو په تړاو عامه پوهاوی لوړ کړای شي او تر ټولو مهمه دا چې د دې کار لپاره دې کلکه سیاسي اراده پیدا شي.
که داسې ونشي نو کلونه وروسته که بمونو، ټوپکونو او چړو نه وژلو نو وړانګې به مو هرو مرو وژني.