تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپورټ ډپلوماسي
د ډپلوماسۍ او سپورټ اړیکه پخوانۍ او خورا ټینګه ده. د تاریخ په اوږدو کې سپورټ د هېوادونو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د جوړولو د ابزار په توګه کارول شوې.
همدا لامل دې چې د ډپلوماسۍ په ادبیاتو کې د سپورټ ډپلوماسي خورا ځانګړې ځای لري او ډیرې وخت د ډپلوماټیکو موخو د ترلاسه کولو دپاره هېوادونه ترې کار اخلي.
د سپورټ ډپلوماسي ډېرې وخت داسې مهال په کار اچول کېږي چې اړخونه غواړي د ناستې او خبرو اترو څخه د خلکو پام وګرځوي او د سپورټي لوبو د رڼا ګانو تر شا خپلې ډپلوماټیکي چارې ترسره کړي.
همدا راز، ډېرې وخت مشران هغه مهال سپورټي ډپلوماسي کاروي چې غواړي یو داسې اړخ سره چې ناستې یا ډپلوماټیکو خبرو اترو ته چمتو نه وي ډپلوماټیک چینل فعاله کړي. همدا راز، ډېرو هیوادونو د سپورټ ډپلوماسۍ پر مټ هڅه کړې چې خپل مخالف هېوادونه په نړیواله کچه فشارونو سره مخامخ کړي ترڅو اړ ویستل شي چې خپلې تګلاې او کړنلارې بدلې کړي.
که یوازې د دویمې نړیوالې جګړې څخه را دیخوا په نړۍ کې د سپورټ ډپلوماسۍ خورا ډېرې بیلګې شتون لري. د دغه بیلګو په لړ کې تر ټولو مشهوره یې د پاکستان او هند ترمنځ د کرکټ ډپلوماسي ده.
په ۱۹۸۷ز کال کې داسې مهال چې د هند او پاکستان پوځونه یو بل ته وسله په لاس جګړې ته د چمتو والي په حال کې وو، د پاکستان ولسمشر جنرال ضیاء الحق د هند جیپور ښار کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د روانې ټیسټ لوبې لیدو په پلمه هندوستان لاړ او هلته یې د هند صدر اعظم راجیو ګاندهي سره داسې مهال ولیدل چې ګاندهي د ضیاء سره د لیدو هیڅ چمتو والې نه درلود.
د کرکټ د لوبې په پلمه ترسره شوی سفر د دې لامل شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ممکنه جګړې مخه ډب کړي.
د سپورټي ډپلوماسۍ بله بیلګه د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې د امریکايي او شوروي بلاکونو ترمنځ خورا مشهوره ده. هغه مهال چې روس په افغانستان تیرې کړې وو او نړۍ د افغانستان د جګړې په سر په دوو سترو برخو ویشل شوی وه، د امریکا په مشرۍ غربي نړۍ او د هغو ملګرو د مسکو په اولمپیکي لوبو کې له ګډون ډډه وکړه ترڅو د نړۍ پام په افغانستان تیري ته راواړوي او له دې لارې شوروي اتحاد تر فشار لاندې را ولي.
د دغه چارې په بدل کې، شوروي اتحاد او ملګرو یې په ۱۹۸۴ز کال کې په لاس اینجلس اولمپیک کې له ګډون ډډه وکړه او له دې لارې یې خپل سیاسي قدرت نندارې ته وړاندې کړ.
همدا راز، په سویلي افریقا کې د آپارتایډ په کلونو کې نړۍ د سویلي افریقا سره سپورټي پریکون اعلان کړ او دغه هیواد یې د ۱۹۶۴ز کال اولمپیکي لوبو څخه اخراج کړ.
همدا راز دا پریکون غیر اولمپیکي لوبو ته هم وغزیدلو او سویلي افریقا سره د کرکټ لوبې ودرول شوی چې دا لړۍ بیا تر ۱۹۹۲ کال پورې پر ځای پاتې شوه.
د نړیوالو د سویلي افریقا سره د سپورټي پریکون منطق دا وو چې له دې لارې نړیوال افکار د سویلي افریقا د آپارتایډ پر ضد منسجم شي ترڅو دغه هیواد فشار احساس کړي او نړیوال پریکون څخه د خلاصون دپاره کور دننه چارو ته بیا کتنه وکړي.
داسې ویل کیږي چې د ډیرو نورو وسیلو ترڅنګ سپورټ د سویلي افریقا له آپارتایډ څځه د لاس اخیستو کې ځانګړې رول درلود.
په هیوادونو د فشار د بیلګو په لړ کې، د انګلستان د کرکټ ادارې د زمبابوی سره په ۲۰۰۸ کال کې د دغه هیواد د ډيرې مودې ولسمشر رابرټ موګابې لخوا په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو د تورونو لک کبله خپلې اړیکې پرې کړې. دغه مهال د پلان سره سم د انګلستان لوبډلې باید د کرکټ د لوبو لړۍ د ترسره کولو په موخه زمبابوی ته سفر کړې وای چې د پریکون له کبله دغه سفر هم لغوه اعلان شو.
همدا راز، هندوستان د کرکټ په واسطه له لسیزو هڅه کړې چې خپل دښمن پاکستان په نړیواله کچه تر فشار لاندې وساتي. هندوستان د پاکستان لخوا کشمیر او د هند په نورو برخو کې د تروریستي ډلو په مرسته د مداخلې له کبله د ۱۹۹۱ کال نه تر ۲۰۰۴ کال پورې د لوبو دپاره پاکستان ته تګ څخه ډډه وکړه.
همدا راز، همدا اوس له څه دپاسه یوې لسیزې را دیخوا هندوستان د پاکستان په وار وار غوښتنو نه وروسته هم دې ته حاضر نه دې چې خپل رقیب هیواد سره دوه اړخیزې لوبې ترسره کړي. آن پاکستان لوبغاړي د هند تجارتي لوبو انډین پریمیر لیګ کې هم له همدې کبله نه اخیستل کیږي.
که هېوادونو د لوبو په مرسته ډپلوماسي کړې، په نړۍ کې سپورټ د هیوادونو ترمنځ د خواخوږۍ د اظهار د آلې په توګه هم کارول شوې دې. د دغه چارې تر ټولو غوره بیلګه هغه مهال د پاکستان او هندوستان د کرکټ لوبغاړو لخوا وړاندې شوه چې د ۱۹۹۶ز کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې د امنیتي ستونزو له کبله آسټریلیا او ویسټ انډیز لوبډلو سریلنکا ته له سفر کولو انکار وکړ.
د دې دپاره چې په کورنۍ شخړې او کړکیچ کې را ګیر سریلنکايي مینه والو زړه وساتل شي، د هندوستان او پاکستان یوې ګډې لوبډلې سریلنکا ته د یوې غیر رسمي لوبې د کولو په موخه سفر وکړ.
د سپورټ ډپلوماسۍ په برخه کې افغانستان هم د دغه ابزار څخه کار اخیستې. د سپورټ ډپلوماسۍ تر ټولو غوره بیلګه د ۲۰۱۴ز کال په نومبر کې د افغان ولسمشر اشرف غني اسلام آباد ته سفر وو چیرته چې هغه د پاکستان صدراعظم سره په ګډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ غیر رسمي لوبه ننداره کړه.
همدار راز، د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام په ترڅ کې افغان ولسمشر د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام د لوبې د کتلو په موخه دغه هیواد ته سفر کړې.
اوس لیدل کیږي چې ولسمشر د دغه سفر په اوږدو کې انګریز سیاسیونو او مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کوي او هغوي سره په سیاسي خبرو کې بوخت دې.
دا چې افغانستان د سپورټ، په ځانګړې توګه د کرکټ په میدان کې، د ځلیدو په حال کې دې، اړینه ده چې د افغانستان ډپلوماټیکه دستګاه د سپورټ ډپلوماسۍ په برخه کې خپلې تګلاې چمتو کړي.
دغه ابزار چې د ملتونو په نږدې کولو، د مخالفو هېوادونو تر فشار لاندې راوستلو او ډپلوماټیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې خورا اغیزمن دې، افغانستان کولې شي په سیمه کې خپلې موخې له دې لارې هم وپالي.
مشتاق رحیم د شخړو او سولې کارپوه، څېړونکی او شنونکی دی. نوموړی په کابل کې د افغانستان د چارو د مرکز Afghanistan affairs Unit د رهبرۍ هیات غړی هم دی.