ګارډین: د روسیې سایبري بریدونو لومړني معلومات د بریتانیا استخباراتو امریکا ته ورکړي وو
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
گارډېن:

د عکس سرچینه، Getty Images
بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼه وايي؛ امريکايي چارواکو ته په دغه هېواد کې د روسيې سايبري بريدونو په اړه لومړني کليدي معلومات د بريتانيا څارگرو ادارو ورکړي و.
ورځپاڼه زياتوي؛ د بريتانيا استخباراتو په ٢٠١٥ میلادي کال کې پر ولسمشريزو ټاکڼو د روسيې سايبري بريد د کچې په تړاو امريکا خبره کړې وه.
د گارډين په وينا په دغه قضيه کې د بريتانيايي څارگرو ښکېلتيا هغه مهال ډاگيزه شوه چې امريکايۍ استخباراتي ادارو يو رپوټ خپور کړ، او په رپوټ کې راغلل چې د ډونلډ ټرمپ په پلوۍ د ډېموکراټ گوند پورې د اړوندو برېښناليکونو هکولو لارښوونه ولسمشر پوتين کړې وه.
ټايمز آف انديا:

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ټايمز آف انديا ورځپاڼې په پاکستان کې له هند سره د خبرو اترو په اړه شوې نظر پوښتنه مهمه بللې.
د دغې نظر پوښتنې پايلو ښوولې چې ٦٨ سلنه پاکستانيان ليوال دي له هند سره د ستونزو د هوارۍ په برخه کې خبرې وشي.
نظر پوښتنه د تېر سپتمبر په وروستيو او د اکتوبر په لومړيو کې شوې.
په نظر پوښتنه کې ١٨٣٥ کسان پوښتل شوي دي.








