تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
واشګټن پوست: 'د بګرام پوځي اډه کې برید ټول هک پک کړي'
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
واشنگټن پوست:
امريکا چاپې واشنگټن پوست ورځپاڼې په بگرام پوځي اډه کې شوي وروستي ځانمرگي بريد ته کتنه کړې او وايي دې پېښې د امنيت په تړاو سربداله کوونکې پوښتنې رادبره کړي.
ورځپاڼه وايي له بريد وروسته په بگرام کې د امريکايانو پوځي اډه د کارکوونکو په مخ وتړل شوه او همداراز د امريکا سفارت د بېړنيو خدمتونو پرته نور تړلى و.
ورځپاڼه وايي د جگړې په اوږدو کې دا دويم ځل دى چې يو ځانمرگى بريدگر د امريکايانو اډې ته دننه په ځان رسولو کې بريالى کېږي.
د ورځپاڼې په وينا افغان چارواکي اندېښمن دي چې دا بريد ښايي د سرتېرو خونديتابه په برخه کې د امريکايانو اندېښنې زياتېدا لامل شي او د امريکا نوى ټاکل شوى ولسمشر ډونلډ ټرمپ وهڅوي چې پاته امريکايي ځواکونه ټول له افغانستانه وباسي.
د ورځپاڼې په وينا بگرام پوځي اډې کې دننه د ځانمرگي بريد خبر ټول هک پک کړي.
په دغه اډه کې يوۀ کارکوونکي ورځپاڼې ته ويلي فزيکي پلټنه دومره سخته وي چې کس آن يوه ستنه دننه نشي وړى.
نيويارک ټايمز:
ملگري ملتونه افغان کډوالو ته د مرستو برابرولو په موخه د ١٥٢ ميليون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.نيويارک ټايمز په خپلۍ نننۍ گڼې کې ليکي:
ملگري ملتونه افغان کډوالو ته د مرستو برابرولو په موخه د ١٥٢ ميليون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.
د ورځپاڼې په وينا دا بسپنه به له پاکستانه افغانستان ته ورستنو شويو کډوالو لپاره پر سرپناه، روغتيا ساتنې او خوړو ولگول شي.
ورځپاڼه وايي له پاکستان او ايرانه افغانستان ته په لوى شمېر کې د کډوالو ستنېدل او په کور دننه بې ځايه شوي وگړي د مرستې رسونې په برخه کې د حکومت او مرستندويو ادارو پر وړتيا فشار ډېروي.
د خوړو نړیوالې ادارې خبردارى ورکړى چې منځني ختيځ او ختيځه افريقا کې کړکېچ زياتېدا له امله د بسپڼې په ورکړه کې محدوديت په افغانستان کې يې ماموريت گواښي.
د ورځپاڼې په وينا ٤٠ سلنه افغانان د خوړو په برخه کې له ثباته بې برخې دي.
اکسپرېس ټريبيون:
پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون په بلوچستان کې پر "شا نوراني" زيارت شوي بريد ته کتنه کړې چې ''اسلامي دولتګګ نومې ډلې يې پړه ومنله.
ورځپاڼې وايي پېښور کې امنيتي ځواکونه او قانون پلي کوونکې ادارې په دې باور دي چې داعش په سيمه کې له نورو ترهگرو ډلو سره اړيکي ټينگ کړي، په تېره د پاکستاني طالبانو د غورځنگ له ''جماعة الاحرار'' سره چې په ښارونو کې ترهگريز بريدونه وکړي.