تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پیپل: فضا ته د سېلانیانو استولو لپاره د چین اوږدمهاله پلان
پيپل:
د چین د پیپل ورځپاڼې فضا ته د سیلانیانو د سفر لپاره د دغه هېواد د اوږمهاله پلان تفصیل خپور کړی، د دغه پلان له مخې به د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ موده کې فضا ته د لسو نه تر شلو کسانو پورې د سفر زمینه برابره شي چې د ځمکې د مدار په ۱۲۰ تر ۱۴۰ کیلومتر واټن کې ترسره شي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۵ کلونو ترمنځ موده کې به د همدې شمیر نورو کسانو لپاره فضا ته د تګ موکه برابره شي. په مطلب کې راغلي؛ ددغه پلان په عملي کیدو سره به فضا ته د عامو خلکو د سفر لپاره لاره هواره شي.
ډیپلومات:
د امریکا د بهرنۍ کړنلارې اقتصاد تر سرلیک لاندې په یوه تحلیلي مطلب کې چې په ډیپلومات مجله کې خپور شوی ویل شوي؛ نړیواله پانګونه روښانه راتلونکی لري او امریکا په دې برخه کې د ستاینې وړ نوښتونه کړي دي.
د مقالې لیکوونکي هیله ښوولې چې د امریکا راتلونکی ولسمشر د اقتصاد په برخه کې همدې اصل ته په پام سره هڅو ته دوام ورکړي چې نړیواله پانګونه نوره هم پراخه شي او وده وکړي.
ګارډین:
ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼۍ په یوه مطلب کې لیکلي؛ د بریتانیا اوسیدونکي باید وهڅول شي چې له نورو توکمونو سره په یوه سیمه کې واوسیږي. ورځپاڼه زیاتوي چې په ډیرو ښارونو کې د سپین پوستو شمیر په چټکۍ مخ په کمیدو دی.
په راپور کې د کارپوهانو په حواله ویل شوي؛ سپین پوستي باید وهڅول شي په هغو سیمو کې پاتې شي چې د بیلابیلو توکمونو وګړي پکې اوسیږي او په دې سره به د دوی په وینا د توکمونو ترمنځ چې په بریتانیا کې میشت دي د بېلوالي مخه ونیول شي.
فایننشیل ټایمز:
بلې بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې د دغو ټاکنو په تړاو ځینې جنجالونه ددې لامل شوي چې د سړې جګړې د مهال د جاسوسۍ ویره یو ځل بیا رامنځته شي.
د ورځپاڼې اشاره هغو راپورونو ته دي چې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ یې له روسانو سره په اړیکو تورن کړی دی.
خلیج:
دمتحده عربي اماراتو خیلج ورځپاڼې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه تحلیلي مطلب کې د میرمن هیلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ شخصیت د نورو څو پخوانیو ولسمشرانو سره پرتله کړی.
ورځپاڼه وایي؛ اوس د امریکايي رایه ورکوونکو ذهنیت او نړیوال چاپيریال بدل شوی، نو له همدې امله ده چې ښاغلی ټرمپ تر ډیره له همدې فضا سره هملاری او میرمن کلنټن د امریکا دودیز سیاسي فکر لري چې که بریالۍ شي نو له همدا ډول واقعیتونو سره به برا بر نه وي.
لیکوال ویلي؛ یو توپير دادی چې اوس یواځې امریکا په نړۍ کې یواځیني زبر ځواک نه دی.