انډین اېکسپرېس: د پاکستان ضرب عضب عملیاتو کې حقاني ډله نه ده نښه شوې

انډین اېکسپرس:

انډین اېکسپرس ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولس هغه خبره را اخستې چې وایي د پاکستان پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې حقاني ډله نه ده په نښه شوې او لا هم دغه ډله له پاکستان نه د افغانستان او بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

ده ویلي؛ د امریکا دفاع وزیر ته یې ویلي چې په پاکستان کې د حقاني شبکې پر مرکزونو لازم فشار نشته او له دې امله دوی ډیر اندیښمن دي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ امریکا له هنده غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره په دغه هېواد لا پراخ رول ته اوږه ورکړي.

نیویارک ټایمز:

امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کراچۍ کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پرضد د یوه لاریون په اړه چې په ترڅ کې یې د هغو انځورونه هم وسوځول شول، په یوه مطلب کې لیکلي؛ ښاغلي مودي که څه هم د ترهګرو ډلو په وړاندې چې ویل کیږي له پاکستانه ملاتړ ترلاسه کوي، سخت دریځ غوره کړی خو ښاغلی مودي په هند کې دننه له دې امله تر لا ډیرو نیوکو لاندې دی چې ولي د ترهګرو ډلو په وړاندې د نیوکه کوونکو په وینا تر دې هم جدي ګامونه نه پورته کوي.

د مطلب لیکوالې اندیښنه ښوولې چې په هند کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې د پاکستان او هند ترمنځ چې دواړه اتومي وسلې لري، اړیکې خرابې شوي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیاتوي.

ګلف ټایمز:

د ګلف ټایم ورځپاڼې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان او پاکستان د دغې ناروغۍ پر دوام اندیښنه ښودلې ده. ورځپاڼه زیاتوي؛ د دغې ناروغۍ لمنځه وړل سیاسي ارادې او د ټولو نورو اغیزمنو کړیو او شخصیتونو ګډ کار ته اړتیا لري.

افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه چې لا هم دغه ناروغۍ پکې شته.

د مطلب لیکوال پر دې هم نیوکه کړې چې په چین کې د جي-شل هېوادونو د سرمشریزې په اجندا کې د ماشومانو د ګوزن ناروغۍ ته ځای نه دی ورکړل شوی.

ورځپاڼه زیاتوي چې دغې سرمشریزې د نړۍ د اوسیدونکو له درېو د دوه برخو استازیتوب کاوه، نو په کار وه چې دغې ستونزې ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره پرې بحث شوی وای؛ ځکه د لیکوال په وینا یواځې د نړۍ په کچه له همغږۍ پرته دغه ناروغي لمنځه وړل کیدای نشي.

دستور:

د یو شمیر عربي هېوادونو ورځپاڼو د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره پر روانو عملیاتو یو لړ تحلیلي مطالب خپاره کړي. د اردن دستور ورځپاڼې لیکلي؛ دا خوشباوري بېځایه ده چې له اسلامي دولت ډلې داعش څخه د موصل په بیرته نیولو سره به دغه ډله په عراق کې لمنځه ولاړه شي، بلکې د چریکي جنګونه لړۍ به پيل شي.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې بله ستونزه له کردانو سره ده ځکه دوی د نینوا ولایت چې موصل یې مرکز دی، ځینې سیمې له کردستان سره یو ځای کوي چیرته چې دوی غواړي خومختاره سیمه ولري.

النهار:

لبنانۍ النهار ورځپاڼه بیا د موصل د جګړې پر سر دامریکا، روسیې او ایران ترمنځ کشمکشونو ته اشاره کړې او زیاتوي چې امریکا ځکه د موصل په جګړه کې د قومي ملیشو پرضد غږ پورته کړ چې ګټه یې ایران ته رسیدله ځکه دغه ملیشي د ایران ملاتړ له ځان سره لري.

خلیج:

د امارات خلیج ورځپاڼه بیا وايي چې که په موصل کې د قومي ملیشو ته برخه ورکړل شي نو دا داعش ته د جګړې د اوږدولو بهانه په لاس ورکړي.

د سعودي ریاض ورځپاڼې په یوه مطلب کې په همدې اړه ویلي چې اصلي مساله د موصل نیول نه دي بلکې اصلي مساله د موصل د نیولو له امله رامنځته کیدونکې پایلې دي.