د اوکرایین اټومي بټۍ کې هستوي پېښې څومره لوی ګواښ دی؟

زاپوریژیا د اوکرایین تر ټولو لویه اتومي بټۍ ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زاپوریژیا د اوکرایین تر ټولو لویه اتومي بټۍ ده.
    • Author, پروفیسر کلېمنز والټر او ډاکتر محمد تنها
    • دنده, هانوور پوهنتون، جرمني

موده مخکې د اوکرایین زاپوریژیا کې د اورپا تر ټولو ستره هستوي بټۍ ته څېرمه په یوه ښوونیزه ودانۍ یو توغندی ولګېد.

دې پېښې د هستوي بټیو امنیت او چاپیریال ته د ممکنه راډیواکټیف وړانګو د خپراوي په تړاو نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې په ګډون د بېلابېلو ادارو، حکومتونو او عامو خلکو اندېښنې را وپارولې.

که څه هم توغندی پر بټۍ نه دی لګېدلی او چاپېریال ته یې هیڅ ډول وړانګې نه دي خپرې کړي، خو اوکرایین د چرنوبیل هستوي پېښې او روان جګړه يیز حالت په لرلو سره د اندېښنې وړ کېدای شي.

مونږ دلته هڅه کړې چې هغو اندېښنو ته ځواب ووایو کومې چې له مربوطه ادارو او عامو وګړو سره شته.

دا چې په کومه ویاله چې اوبه تېرې شوې وي، امکان یې شته چې بیا تېرې شي نو د بټۍ څنګ ته د توغندي لګېدل دا امکان زیاتوي چې بل توغندی پر بټۍ ولګېږي.

د زاپوریژیا بټۍ کي له کلونو راهیسې راډیواکټیف فاضله توکي ساتل شوي چې تر ۱۳۰ بار فشار او ۳۰۰ سانتيګراډ تودوخي لاندې فعالیت کوي، که څه هم د بټۍ جوړښت داسې دی چې په عادي توغندیو په اسانۍ سره نه شي ویجاړېدای او نه هم په نړۍ کې تر اوسه داسي پېښه رامنځ ته شوې چې توغندی دې هستوي بټۍ ویجاړه کړي، خو که بیا هم کوم توغندی یې ویجاړه کړي نو چاپطریال ته به یې زیان د چرنوبیل تر پېښې کم نه وي.

د پېښو پر وخت له بټیو څخه چاپیریال ته د خپرېدونکو وړانګو کچه په دې پورې اړه لري چې د بټۍ کوره اوبه شوې که نه؟ د لوړې تودوخې او لوړې اکټفیټي له کبله د بټۍ کوره اوبه کېدل په دې مانا دي چې له بټۍ څخه خپرېدونکي وړانګې نور د مخنیوي وړ نه دي او د ژغورنې عملیات ډېر پېچلي او ستونزمن کوي.

In 2019 Chernobyl's reactor number four was encased in a massive steel structure to prevent further radiation leaks
د عکس تشریح، ۲۰۱۹ کې د چرنوبل څلورمه بټۍ د راډیواکټیف خپرېدو مخنیوي په پار په اوسپنیز څارد وپوښل شوه.

پوښتنه دا ده چې د زاپوریژیا بټۍ کوره اوبه کېدل څومره امکان لري؟

د رغولو پروخت یې خوندیتوب ته څومره پام شوی؟ او په نړۍ کي تر اوسه پورې رامنځته شویو هستوي پېښو سره یې څنګه پرتله کولای شو؟

که چرنوبیل دی، که فوکوشیما او یا هم ټري مایلز آیسلنډ، په ټولو هستوي بټیو کې پېښې د بټۍ کورې د سړېدا سیسټم له کاره لوېدو څخه وروسته را مینځه ته شوې.

ډېری وخت د سړېدا سیسټم له کاره لوېدو وروسته د بټۍ کوره هم اوبه کېږي.

په چرنوبیل کې چاودنه د سړېدونکي سیسټم له کاره لوېدنې وروسته رامینځته شوه همداراز دا سیسټم تر سونامي وروسته د جاپان په فوکوشیما هستوي بټۍ کې هم له منځه لاړ چې بلاخره د هایډروجن لوړې تودوخې له کبله یوه کیمیاوي چاودنه رامنځته او په پایله کي یې چاپېریال ته په لوړه کچه راډیواکټیف توکي خپاره شول.

د امریکا په ټري مایلز آیسلنډ بټۍ کې هم د کورې سړونکي سیسټم له کاره لوېدلو په ترڅ کې چاودنه را منځ ته شوه خو چاپیریال ته یې وړانګي خپرې نه کړې.

زاپوریژیا بټۍ چي شپږ کورې لري د ۱۹۸۶ او ۱۹۹۶ ترمینځ د پخوانۍ شوروي اتحاد لخوا د تر فشار لاندې اوبو هستوي بټۍ سیسټم پر اساس جوړه شوې، دمګړۍ یې پنځه کورې مړې یا د مړکېډو په حالت کې دي او یوه یې بشپړه فعاله ده او برېښنا تولیدوي.

د بټۍ کورې لکه د بل هر ماشین سویچ په یو دم نه مړې او روښانه کېږي، بلکې هم یې روښانه کول او هم یې مړه کول تدریجي دي او وخت ته اړتیا لري.

چیرنوبیل

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه فعاله کوره نږدې ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا او په هماغه اندازه تودوخه تولیدوي او یوه مړه یا هم د مړه کېدو په حالت کې کوره لا هم ۱۸۰ میګاواټه انرژي تولیدوي چې آن دا کمه انرژي په دوه دقیقو کې ۹۰۰۰۰ لېټره اوبه ایشوي، له دې څخه مالومېږي چې که بټۍ هرڅومره خوندي او پیاوړې هم وي چاپېریال ته د راډیواکټیف توکو خپراوي خطر یې زښته ډېر دی.

د دې ترڅنګ په هره بټۍ کې کارول شوي هستوي فاضله توکي هم د سړولو لپاره زېرمه شوي وي، نو که چېري د بټۍ سړونکی سیسټم له مینځه ځي دغه فاضله توکي هم چاپیریال ته ډېر په چټکۍ سره خپرېدای شي.

د اوکرایین هستوي بټیو کې د هستوي پېښې په صورت کې اروپا ته څه زیان اوښتی شي یا هم اروپا د داسي پېښې مخنیوي کولای شي؟

د اوکرایین په خاوره کې د هستوي بټیو امنیت او مصؤونیت تر بل هر چا دمخه پخپله د اوکرایین د حکومت دی، خو د اټومي انرژۍ نړیواله اداره او اروپايي ټولنه هم له دې مسؤولیت څخه لاس نشي مینځلای، خو په دې جګړییز حالت کې پر وړاندي یې د څه کولو لپاره هیڅ نه لري ، و که په اوکراییني بټیو کې هستوي پېښه رامینځه ته شي نو چاپیریال، ګاونډیو او نړۍ ته یې د راډیواکټیف وړانګو د زیان کچه د هوا په حالت، د بادونو لګېدا په لوري، په بټۍ کې د خپرو شویو وړانګو په کچه، د اکټیفیټي په فزیکي حالت (اوبلن،بڅرکیز او ګاز) پورې اړه لري.

د اوکرایین په هستوي بټیو کې د هستوي پېښې په صورت کي څه باید وشي؟

د هستوي پېښې پر وخت چاپېریال ته په لوړه کچه راډیواکټیف سیزیم او آیوډین خپرېږي.

د ایوډین نیمايي ژوند اته ورځې دی مانا تر اتو ورځو وروسته یې اغېزې نیم ته را ټیټېږي.

ایوډین په جاغور کې له جذب څخه وروسته په لوړه کچه د جاغور سرطانونو لامل ګرځي.

راډیواکټیف او مستقر ایوډین په جاغور کې یو ډول جذبېږي او کله چې په جاغور کې تر کچې زیات ایوډین جذب شي بیا جاغور اضافي ایوډین اطراح کوي.

د دې لپاره چې د هستوي پېښې پر وخت د جاغور سرطان څخه مخنیوی وشي باید مستقر ایوډین د ټابلیټونو او یا هم مایع په بڼه واخیستل شي ترڅو جاغور د ایوډینو د اشباع حالت کې وي او راډیواکټیف ایوډین جذب نه بلکې اطراح کړي.

په اروپا او نږدې ټوله نړۍ کې حکومتونه د دغسې پېښو پر وړاندې د مبارزې په نیت د مستقرو ایوډینو زېرمې لري.

پخپل شخصي تشبث باندې د مستقرو ایوډینو لرل او د پېښې پر وخت یې کارول یوه ښه تدبیر کېدای شي، خو له پېښي دمخه یې ګټه هیڅ نشته او زیان یې زښته زیات دی.

له بلې خوا د ېرش کاله نیمايي ژوند په لرلو سره سیزیم چې د ګاما خپروونکی راډیواکټیف عنصر دی په بدن کې د ایوډین په شان د جذب مشخص ارګان نلري خو هر چاپېریال ته په رسېدو سره کېدای شي په لوړه کچه ایونایزېشن را مینځته کړي او د بېلابېلو سرطانونو لامل وګرځي، د دې لپاره تر ټولو ښه تدبیر د هستوي پېښې په صورت کې کړکۍ او دروازې تړل او تاکاویانو ته کښته کېدل دي، ځکه تاکویانې ډېر پېرړ دېوالونه لري او سیزیم په اسانۍ نشي ورڅخه تېرېدای.

همداراز له پېښې څخه وروسته باید حکومتونه د خوراک او څښاک توکي تر ډېرې مودې د اکټیفیټي کچې اندازه کولو لپاره و ازمیي.

خو له دې ټولو سره سره د اروپا عامو وګړو ته د څېړنیزو او بېړنیزو حالاتو پر وړاندې د ادارو د شتون له کبله د اندېښنې ځای په نشت حساب دی، یوازې په جرمني کې د راډیواکټیف وړانګو پر وړاندې د خبرداري ۱۷۰۰ لابراتوارونو شته، دا امکانات په لږ توپیر سره په ټوله اروپا کې شته.

هره وړه او ستره هستوي پېښه په کره ډول څارل کېږي او د پېښې پروخت به عامو وګړو ته د راډیوګانو او نورو اطلاعاتي امکاناتو دلارې پوره لارښوونې کېږي.