تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماشوم د شخصیت په وده کې د مورنۍ ژبې ونډه
- Author, نجیبه لېمه
- دنده, بي بي سي
د یوه ښوونځي په ودانۍ کې افغانان را غونډ شوي وو. حبیب الله غمخور چې د دغې غونډې د جوړولو چارې یې سمبال کړې وې، ماته یې هلته د ناستو او ولاړو سویډن مېشتو افغانانو سره د خبرو بلنه راکړه.
له لرې مې د ولاړو ماشومانو یوه ډله ولیده. د یوې مور غږ مې واورېد، چې ویل یې:
''صبر وکړئ، خبرې کوي. ''
خو زامن یې، چې یو شپږ کلن او بل څلور کلن وو، همدا یوه خبره کوله:
''د للو للو له لیمې سره عکس اخلو. ''
د نورو هم پام ورواوښت او ماشومان یې راوبلل. مشري په زړورتیا لاس راکړ او په خورا ښه پښتو یې راته وویل:
''زه نن دلته ملي سرود وایم. ''
پوښتنه مې ترې وکړه، چې ملي سرود دې له چا زده کړ؟ ځواب یې راکړ:
''مالیم صایب. ''
وروسته موسکی شو:
''هغه بیبو او لالی دې نه دې راوستي؟ ''
پوښتنه مې ترې وکړه، چې د للو للو کیسې چېرې ګورې؟
غمخور صیب ته یې لاس ونیو:
''مالم صایب یې راښيي! ''
کشر ورور یې راوړاندې شو، هغه هم غوښتل عکس واخلي ، په غېږ کی مې واخیست، ماته يې مخ را واړاوه:
''دا کمره دی سمه پورته ونیسه په دا ویښتو مې خواري کړې چې دې عکس کې راشی. ''
وروسته یې بیا ورو راته وویل:
''هغه بیبو دې نه ده راوستلې؟ ''
داسې نه ښکاره کېده چې دغه ماشومان دې له وطنه لرې په سویډن کې لویدل. مور يې راته وویل:
''دوی په ښوونځي کې پښتو وایی. سویډنیان مورنۍ ژبې ته ډېر اهمیت ورکوي. ''
د بي بي سي د للو للو د کیسو د لړۍ نه وروسته دا لومړی ځل و چې ما د خپلو وړو لیدونکو غبرګون مخامخ ولید، هغه هم له هېواده لرې ماشومان.
یوه پلار راته وویل:
''چې کیسه پيلېږی نو لور مو لا له وړاندی ګواښونه راته کوی چې خبرې ونه کړو. ''
دوه نور څه غټوکي ماشومان را وړاندې شول، یوه راته وویل: زما د غورځنګ کب کیسه خوښه شوه، هغه چې مور ته يې هار جوړ کړو.
غوڼډه پېل شوه، هغه ګلالي ماشوم ته يې چوکۍ کېښودله چې پرې ودریږی او ملی سرود ووایی، سرود یې ووایه، ولاړو خلکو په ورو ورو ورسره وایه چې له ده نه جملې غلطې نه شي. سرود پای ته ورسېد او د چکچکو څپې پېل شوې.
راته څه نادره خبره وبرېښېده چې دغې غونډې ته چې د علمی کنفرانس تر نوم لاندې جوړه شوې وه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پیغام را استولې وو او دې ته يې اشاره کړې وه چې د افغانستان قانون په مورنۍ ژبه د ټولو ماشومانو زده کړې ته ژمن دی.
ما مخکې هم په ځانګړې توګه د سویډن د مالمو په ښار کې د افغان کډوالو د ماشومانو کره پښتو اورېدلې وه خو دا خبره مې د لومړی ځل لپاره له ښاغلي غمخور نه واورېده چې د سویډن د قانون له مخې که په یوه ټولګي کې د یوې ژبې پنځه تنه راټول شي، نو ښوونځی باید دغو ماشومانو ته په یوې اونۍ کښې ۸۰ دقیقې په مورنۍ ژبه زده کړې ورکړي.
د دغې خبرې مانا دا نه ده چې د اونۍ په پاې کې ورته کورس جوړ کړي، دغه نوې دقیقې د هغه زده کونکي په رسمي تحصیلي پروګرام کې شاملې وي.
غونډې ته د سویډن د پارلمان غړی، جمال الحاج چې له اره فلسطینی دی، هم راغلی و. هغه وویل، د کیڼ اړخه ګوندونو دا هلې ځلې به که خدای کول بریالۍ وي.
ده وویل، 'زه مبارزه کوم چې موږ بریالی شو، زما خپلې لوڼې په همدې ښوونځي کې عربی ژبه وایي. '
غونډې ته اکادیمیسین ګلداد خان چې له فنلنډه راغلی و هم وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې دا یادونه وکړه چې هغه ژبې پاتې کېږې چې خلک ترې کار اخلي، ده زیاته کړه اوس مهال په نړۍ کې اووه زره ژبې شته، خو د ځینو وړاندوینو له مخې په راتلونکو ۳۲ کلونو کې به یوازې ۷۰۰ژبې پاتې وي.
ده ټینګار وکړ چې د هرې ژبې ویونکي باید د خپلې ژبې د ژوندي ساتلو لپاره مبارزه وکړي.
د غونډې په ویناوالو کې یو هم احمد ولي اڅکزی و چې ډېر يې د پښتو قاموسونو د ډیجیتل بڼې د راټولولو له کار سره اشنا دی، خو د ده بله وتلې هڅه په یوازې سر د کوچنی ډاټ کام د سایټ جوړول دی.
د مدینې په نوم د یوې ۱۸ کلنې افغانې نجلۍ پښتو ترانو غونډه خورا رنګینه کړې وه. هغې په لویدیځ کې د ماشومانو پر وتلو سندرو د پښتو ترانې جوړې کړې وې او له پیانو سره يې غږولې، شعرونه یې د هغې پلار کبیر امیري ورته لیکلي وو.
ما ته د هغې پښتو سندرې د هغه خوب یوه برخه وې چې تل یې وینم:
''چې ماشومان مو په خپله ژبه کتابونه لري، کارتوني فلمونه لري، د تیاتر ډرامې لري او ښې ډېرې خوږې سندرې. ''
له افغانستان نه لرې د سویډن په دې لرې پرتې خاورې مې داروپا د افغانانو جووتې هلې ځلې ولیدې چې د خپلې ژبې د ژوندي ساتلو لپاره را غوڼد شوي او د ورکړل شویو امکاناتو نه د سمې ګټې اخیستنې لارې چارې سنجوي.
لا نور بریالیتوب يې غواړم .