تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تجارتي جګړه څه ده؟
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
په نړۍ کې د تجارتي یا سوداګریزې جګړې خبرې وروسته له هغه یو ځل بیا ګرمې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته له اروپا، کاناډا او مکسېکو په ورتلونکې وسپنې او المونېمو تازه مالیه ولګوله.
شمېرې ښيي پر ۲۰۱۷ کال امریکا د ۴۸ میلیارد ډالرو وسپینه او المونیم وارد کړي دي.
له دې کچې نږدې نیمايي يانې د ۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت له اروپا، کاناډا او مکسېکو وروړل شوي دي.
بل خوا چین او د نړۍ اوو سترو اقتصادي ځواکونو هم خبر داری ورکړی چې سوداګریزې جګړې ته یوازې څو ورځې پاتې دي.
د ښاغلي ټرمپ له پرېکړې وروسته، له ۱۹۳۰ لسیزې راهیسې نړۍ تر بل هر وخت اوس ډېره سوداګریزې جګړې ته نږدې شوې ده.
پر ۲۰۰۳ کال هم د سوداګریزې نړیوالې جګړې اندېښې وې.
هغه وخت ولسمشر جورج بوش له خپلې هغې پرېکړې په شا شو چې غوښتل یې د اروپا پر وسپنه مالیه ولګوي او همدې د سوداګریزې جګړې وېره ډېره کړې وه.
سوداګریزه جګړه څه ده؟
سوداګریزه جګړه هغه وخت پېښېږي چې هېوادونه په خپل منځ کې یو د بل پر تولیداتو نوې مالیه یا تعرفه ولګوي.
همدا چې یوه هېواد د بل پر تولیداتو مالیه لوړه کړه او یایې نوې مالیه پرې ولګوله، د تعریف له مخې سوداګریزه جګړه بلل کېږي او دا حالت سیاسي ترینګلتیا ته هم لار پرانیځي.
پر اروپايي او کاناډايي وسپنه د امریکا د مالیې له لګولو وروسته، اوس کاناډا او اروپايي مشرانو هم پرېکړه کړې چې امریکا ته به ورته ځواب ورکوي.
که اروپايي مشران له خپلې پرېکړې په شا نه شي، همدا د سوداګریزې جګړې پیل دی.
ګټونکی څوک دی؟
له چین سره د امریکا سوداګرۍ کې کسر دی، په دې مانا چې امریکا له چین ډېر واردات لري او چین ته یې د صادراتو کچه بیا کمه ده.
امریکا کې د ټاکنو پرمهال ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې دغه هېواد ته به تر هڅه لومړېتوب ورکوي.
ځکه ولسمشر ټرمپ اوس باوري دی چې د دې لویې لوبې ګټونکی به دی وي.
خو اقتصاد پوهان بیا له دې اټکل سره همغږي نه دي.
په جرمني کې مېشت افغان اقتصاد پوه محمداجان مرزی وايي د امریکا په ګډون هر هېواد په اقتصادي جګړه کې لوی زیانونه کولی شي نو ځکه هیڅوک دا جګړه نه شي ګټلی.
د کارپوهانو په باور پر وسپنه نوې لګول شوې مالیه په امریکا کې د وسپنې بیې نه شي راټیټولی.
بل دا چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړې د کاناډا په ګډون نږدې ملګري سخت پارولي دي او ښايي خپل دریځ یو څه نرم کړي.
د اقتصاد جګړې پایلې
سوداګریزه جګړه نه یوازې اقتصاد او ډيپلوماټیکو اړېکو ته زیان رسولی شي، بلکې سیاسي حالت لا پيچلي کوي.
د سوداګریزې جګړې تر ټولو ډېر زیان مشتریانو یا پېرېدونکو ته رسېږي.
په دې مانا چې پېرونکي چې ډېر وخت له بهره ورتلونکي توکي په ارزانه بیه پيري، د مالیو له لګولو ورسته به همغه توکي په لوړه بیه اخلي.
خو له لویه سره د دې جګړې پایلې ټولې نړۍ ته ټکان ورکونکې دي.
بل خوا د ولسمشر ټرمپ اوسنيو دریځونو ته په پام داسې اټکل هم شته، چې د نړیوالو سختو فشارونو په ځانګړي ډول په اروپا کې د نږدې ملګرو له سختو نیوکو وروسته ښايي په شا شي.
خو اوسني حالت له شک پرته په نړیواله کچه خلک او سیاستوال اندېښمن کړي دي.
په امریکا کې هم د ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړې سیاستوال سره وېشلې دي او ډېری یې د ازادې سوداګرۍ پلوي کوي.