"که مشري غواړې، د ښځولۍ له دې چوکاټه راووځه"

    • Author, شفیقه خپلواک
    • دنده, کابل

د پوهنتون د غونډو اوږده تالار کې ناسته وم. د پارلمان یوه وکیله یې رابللې وه. ښوونکي مو ویلي و دا به د حکومتونو او پالیسۍ په جوړیدو راته غږیږي او تمرکز به یې هم پر افغانستان وي.

میلمنې توره چپنه اغوستې وه، ګلابي پړونی یې ځلېده. څه باندې نیم ساعت یې خبرې وکړې ، خو تر پایه یې یوه خبره په حکومت جوړونه له خولې راونه وتله.

غږیدل یې په دې راڅرخېدل چې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخېږي او دې څرنګ په پارلمان کې مبارزې کړې. زما زړه خولې ته راغی. ولې دا ښځه یوازې په ښځو غږیږي؟ ولې له دې ور ها خوا څه نه ویني؟

یو وخت مې یاد دي چې د مېرمن بهیر غونډو ته به تللم. زموږ ټولو ډېرې لیکنې به د ښځو په موضوع راڅرخیدې. که به مو ښځې خپلو لیکنو کې یادې نه کړې داسې احساس به مو کاوه لکه خیانت چې کوو. لکه دا لیکل چې راباندې فرض وي. لکه همدا مو مسولیت وي چې هر ځای کېنې ښځې به یادوې.

تېر کال د مارک ټواین د یوه ناول په ژباړه اخته وم. یو محترم کس راته مخ کړ ویل دا څه کوې یو داسې څه وژباړه چې ښځو ته یې ګټه ورسېږي. ما ویل ولې د دې ناول ګټه نه رسېږي؟

ویل نه بابا دا خو د ښځو په اړه نه دی. یانې د ښځو دنیا یوازې تر هغو موضوعاتو او مسایلو محدوده ده چې یوازې ښځو ته تعریف شوي.

ان هغه مېرمن چې د سوداګرۍ زمینه ورته مساعدیږي، نړیوالې موسسې ورسره مرسته کوي یا به یې کاروبار د کالیو وي یا د چټنۍ جوړولو. له دې ور ها خوا یې له نورې سوداګرۍ او په چلونو نه بلدوي.

داسې احساسوم لکه دوی چې فکر کوي هغه د یوې مېرمنې له سویې پورته دي. خو په نوره نړۍ کې موږ تکړه د بېلابېلو کاروبارونو سوداګرې لرو.

په رسنیو کې مو پام کړی هره هغه خپرونه چې د ښځو موضوع ته ځانګړې وي ښځه به یې وړاندې کوي. مېلمنې به یې هم ښځې وي. زموږ د ښځو چارو وزیره هم ښځه ده. زما له لیکنو نیولې بیا تر ډېرو نورو زموږ د لیکنو محور ښځه وي.

یوازې همدې بي بي سي ویبپاڼې ته، دا درې کاله زما په شمول ځینې نورې لیکل کوو خورا کمې لیکنې به موږ په بله موضوع لیکلې وي. دا چې ولې تل ښځې د ښځو په ستونزې خبرې او لیکل کوي دغه پوښتنه مې له ګرانې ملګرې ، لیکوالې او شاعرې اناهیتا روهي څخه یوه ورځ وکړه.

هغې راته ویل: "ښځې خپله له دې خبرې ځوریږي او دا ستونزې له نورو چې نه یې تجربه کوي ښې یې لیږدولی شي."

منم، هغوی چې د مسلې په ژورو یې سر خلاص شوی وي، درد یې احساس کړی وي او خپله په هغه اور سوځي طبعا په ډېر ښه ډول د دې عذاب خوږ تر نورو رسولی شي. یانې که ښځې لګیا دي د ښځو په ستونزو لیکل او بحثونه کوي دا به موثر وي خو دې کار ښځې یوازې تر همدې موضوع را محدودې کي دي.

دا عینا" لکه ښځې چې تر ښکلا، ښایسته کالیو او نازونو محدودې وي. په دې ډول د ژوند له نورو اړخونو پاتې دي، مثلا" که د اقتصاد کومه محصله هم وي د ټولنې په سطحه زړه نه ښه کوي چې اقتصادي بحثونو کې ګډون وکړي، خو که د ښځو د ستونزو وریاد کړې حتما به وغږیږي. همداسې د نورو برخو میرمنې در واخلئ.

ما یو وخت د ادبیاتو په کومې موضوع لیکل کړي و، یوه تقریبا مشهور لیکوال پیغام راولېږه ویل یې:

دا شیان له تا څه غواړي؟ هم هغه د ښځو په حقونو لیکل دې ښه دي.

همدا هم ښايي یو دلیل وي چې نجونې زړه نه ښه کوي ډېرو نورو بحثونو کې وغږیږي، ځکه هلته هڅه کیږي دوی له صحنې وباسي.

دې ستونزې نه یوازې دا چې د مېرمنو او نجونو فکر تر راتاوو ځنځیرونو محدود ساتلی بلکې نارینو ته یې هم دا احساس ورکړی چې دا یوازې د ښځو مسوولیت دی او دوی اړتیا نه لري‌ پکې وغږېږي.

خبریالې ملالۍ بشیر راته ویل:

"نارینه هم باید د ښځو په ستونزو وغږېږي، ځینو یې ښه لیکل او بحثونه هم کړي. خو په خواشينۍ سره زموږ اکثره نارینه که په دې موضوع خبرې هم کوي ډېر ورباندې یې نیوکې کوي او د لاس نیوي پر ځای یې زړه تورې کوي.

مارګریت ټاچر په برټانیا کې لومړنۍ ښځه وه چې لومړۍ وزیره شوه. د هغې په ژوند یو جوړ شوی فلم مې لیده. دا د یوه دوکاندار لور وه. کله چې خپلو ملګرو ته وايي د ګوند مشرۍ ته غواړي کاندیده شي هغوی ورپورې خاندي، پسخند وهي، خو دا غلې شي، ورته موسکه شي او هېڅ هم ونه وايي.

خو وروسته یې ورته ثابته کړي چې یوه ښځه یوازې د یوه ګوند نه بلکې د ټول هیواد مشره کېدلی شي.

هغې هم کولی شوای هلته یو عالم لکچر د ښځې په وړتیا ورکړي خو چې تر څو یې ثابته کړې نه وای خبرې به یې داسې وې لکه ژیړ لمر ته چې په واورو لیکل وکړو.

یوه نجلې په پوهنتون کې راسره ده. یوه هیله یې دا ده چې ولسمشره شي. یوه ورځ مې ورته وویل:

که رښتیا دې نیت وي، نو د ښځولۍ له دې چوکاټه راووځه. هېڅوک به داسې ولسمشره ونه غواړي چې یوازې د ښځو په مسایلو خبرې کوي.

زه دا منم، موږ باید دا کړاوونه جوت کړو، څوک چې درد او خوږ لري حتما یې زګروي خیژي خو ګومان نه کوم دا دې د ناروغۍ د درملنې موثره لار وي.

که موږ غواړو د نارینو غوندې د کورنۍ او ټولنې هرې پرېکړې کې ګډې واوسو، د دوی غوندې د ژوند په نورو ډېرو خواوو برلاسي واوسو باید پکې وغږیږو. موږ اړې یوو ثابته یې کړو چې زموږ فکر له سیاست، دین، ساینس، ادبیاتو او هنره نیولې بیا تر نظامي مسایلو په هر څه کې خپل فعالیت کولی شي.

تر هغو چې، یوازې مو له ځانه شاخوا دېوالونو ته پام وي، او له کړکۍ د باندې نړۍ ونه وینو زموږ د پوهنتون د میلمنې غوندې به مو نیم اوریدونکي بایللي وي، او خدای مه کړه د مارګرېت تاچر غوندې کومه بېلګه به ونه لرو.