تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال
- Author, نجیب منلی
- دنده, افغان لیکوال
د بنګي غاړه او د سپین غره لمن، هغه شنه او دا سپینه 'یا هم خړه'. د دواړو تر منځ د وصل ریښۍ د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څېره: استاد سعدالدین شپون.
د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچاکېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر تخت کښېناست.
کورنۍ یې لوستې وه. پلار یې د دولت په دستګاه کې د ځای او مقام خاوند و. د ننګرهار له خوږیاڼیو د کندوز خان آباد ته کډه شوي وو.
دبنګي پر غاړه لوی شوی سعدالدین کابل ته راغی او دلته د نوي کول له نوو افکارو سره یو ځای د افغانستان سیاسي او فرهنګي ډګر ته ننوت.
هغه مهال افغانستان، او په خاص ډول کابل د نوو، بدلون غوښتونکو ځوانانو د مبارزو میدان و.
سعدالدین شپون که له یوه لوري د بدلون د بهیر لاروی و، له بل لوري یې ملي واقعیتونه هم له پامه نه غورځول.
هم یې د آمو په څپو کې د درقد د څنډو ویلي کېدلو ته د شمال له لوري د ګواښوونکي ښامار د رانېږدو کېدو د خبرداري په سترګه کتل او هم یې د افغان کارګر په لاس د سالنګ د غره په سوري کېدلو کې د نوي عصر، د نوي انسان د ځواک او هيلو رڼا لیدله.
له امریکې یې د ادبیاتو ماسټري راوړه. په کابل پوهنتون کې یې د اشرف غني، حکیم تڼیوال، بهاءالدین مجروح او نورو په ملتیا په افغانستان کې د علم او علمي څېړنو له پاره له ولسونو سره ناسته ولاړه درلوده.
یو وخت د ملګرو ملتو په یو دفتر کې مامور شو او له همدې ځایه، د ثور له کودتا وروسته د بل شوي اور لمبو مهاجرت ته اړوېست.
په پېښور کې یې هم د بنسټپالو له نېشونو سره ګوزاره ونه شوه، اروپا ته ولاړ او د کوپن هاګن په یو پوهنتون کې یې په تدریس پیل وکړ.
وروسته د امریکا غږ راډیو پښتو خپرونې ته ورغی چې له دغه ځایه یې خواږه، تاوده غږ هم د مهاجرینو په کمپونو کې د بې کوره افغانانو خېمي وښورولې، هم یې د جهاد په سنګرونو کې جنګیالیو ته د مینې او مقاومت پیغام ورساوه او هم یې په ښارونو کې د خپلو خلکو جونګړو ته د یو بل راتلونکي خبریوړ.
له جنګه مخکې یې شعرونه او لیکنې په دولتي چاپي رسنیو کې خپرېدلې. د افغانستان د نوي نسل د لیکوالو په سرلارو کې راته.
د جنګ په کلونو او له هېواده لېرې یې د خپلو خلکو د ژوند تجربي هم د راډیو له څپو خپرولې او هم یې د شعرونو، لنډو کیسو او ناولونو پر پاڼو راټولولې.
سعدالدین شپون د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال و.
د مشاهدې دقت یې د انالوګ تورو سپینو فلمونو وضاحت درلود.
د خلکو خبرې یې د خلکو په ژبه کولې.
جدیت او طنز، خیال او واقعیت یې داسې سره اوبدل چې د هنر د زربفتو ټوکر یې ترې جوړاوه.
په سیاسي او ټولنیزو لیکنو کې یې د موچیو ځالې راپارولې. هغه واقعیتونه چې نور یې د استعارو او کنایو په زرو پردو کې رانغاړي، داسې په زغرده ویل چې د لوستونکو زړه ته به یې لاره کوله خو کله کله به یې ځینې زړونه ځورول هم.
شپون ولاړ. جنت دې یې ځای وي، خو د پښتو ادب په اسمان کې یې پوره ورشو تشه توره پرېښوده. ګوره چې کوم ستوري به راځي او دا ځای به ډکوي.