تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انجلینا جولي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو استازې دنده پرېښوده
اوسکار جایزه ګټونکې فلمي ممثله انجلینا جولي وايي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار د سفیرې په توګه دنده پرېږدي.
۴۷ کلنه جولي وايي: ''زه په داسې ډېر څه باور لرم چې ملګرو ملتونو کړي، په ځانګړې توګه د بېړنیو مرستو له لارې د ډېرو کسانو ژوند ژغورلو چاره. '' نوموړې زیاتوي: زه به اوس له داسې سازمانونو سره کار کوم چې مشري له بحرانونو مستقل اغېزمن شوي کسان کوي. ''
یو این ایچ سي ار وايي، انجلینا جولي د کډوالو حقونو لړ کې ډېره مخکښه او اغېزناکه څېره وه.
د بالیووډ فلمي نړۍ دې مشهورې فلمي ممثلې پر خواله رسنۍ انسټاګرام یوه پیغام کې لیکلي: ''له ۲۰ کاله (فعالیت) وروسته د ملګرو ملتونو کډوالو چارو له ادارې سره خپل فعالیت ختموم. کډوال داسې خلک دي چې زما پر ژوند ډېر مهم اغېز لري او ژمنه یم چې پاتې ژوند به هم د دوی لپاره کار کوم. ''
جولي د هغو سازمانونو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي، چې دا غواړي په راتلونکي کې کار ورسره وکړي.
خو د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ''اغلې جولي به د بشري حقونو او بشردوستانه مسایلو په یوه پراخ چوکاټ کې کار وکړي. '' د دې ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې: ''جولي نه ستړی کېدونکی فعالیت وکړ. له شپېتو زیات داسې ماموریتونه یې تر سره کړل، چې د ځورېدو، هیلو او مبارزې څرکونه ورسره مله وو. ''
جولي چې د مسټر اینډ مسز سمیت، لاراکروفټ او ټومب رایډر په ګډون یې په یو شمېر کامیابو بالیووډ فلمونو کې مخکښ رول درلود، له ۲۰۰۱ کال راهیسې له یو این ایچ سي ار سره فعالیت کاوه او په ۲۰۱۲ کال کې د دې ادارې ځانګړې استازې وټاکله شوه.
نوموړې په دا وروستیو کې د اوکرایین، یمن او بورکینافاسو هغو خلکو لیدو ته تللې وه، چې د جګړو له لاسه بې ځایه شوي دي.