'له افغانستانه لوټل شوې کمیابه خطي نسخې اروپايي ښارونو کې پلورل شوې'

په قطر کې د تاریخپوهانو یوه څېړنیزه ټولنه وايي، د یوه کمیابه قرآني خطي نسخې په ګډون لسګونه لرغونې خطي نسخې له افغانستانه تر غلا کېدا وروسته په اروپايي ښارونو کې خرڅلاو ته اېښودل شوې دي.

تر اوسه نړیوالو پولیسو (انټرپول) له دغو غلا شویو خطينسخود ۱۲ هغو یې د لاس په لاس کېدو مخه نیولې ده.

د تاریخپوهانو دا ډله د (حمایه) په نامه پروژې برخه ده چې د قطر له ملي کتابتون او په منځني ختيځ، شمالي افریقا او مرکزي اسیا کې د ناقانونه خطي نسخو د قاچاق د مخنیوي د کتابتونونو د ټولنو له نړیوال فدراسیون سره په ګډه فعالیت کوي.

حمایه شبکه د انټرپول او د دوحې د ملي کتابتون- چې د دریمې تر ۲۰ پېړۍ اړوندو څه باندې ۳۵۰۰ اسلامي خطي نسخې پکې ساتل کېږي - ځینې هغه خطي نسخې چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو منځ کې له افغانستانه غلا شوې وې، پېژندلې دي.

د قطر ملي کتابتون د ځانګړې برخې مشر سټیفن ایپرټ هنر ورځپاڼې ته ویلي: "په ۲۰۲۰ کال کې مو پام شو چې له کابله لوټل شوې ځینې مهمې قرآني خطي نسخې پاریس، لندن، امسټرډام او ایران کې خرڅېدلې".

ښاغلی ایپرټ وايي، په دې اثارو کې یوه د قرآن کریم یوه کمیابه او ښکلې خطي نسخه هم ده چېد لندن ساټبیز لیلام کې لاس په لاس کېده.

دا لرغونې نسخه په ۲۰۱۶ کال د خطي نسخو مشهور څېړونکي فرانسیس ریچرډ د افغانستان ملي ارشیف کې پېژندلې وه.

ښاغلی ایپرټ زیاتوي، د افغانستان ملي ارشیف هېڅکله ددغې قرآني خطي نسخې د غلا کېدو اعلان نه دی کړی او د لوټل شویو خطي نسخو اصلي شمېر هم نه دی مشخص شوی نه دی.

په دې لرغونو اثارو کې د تیموري دورې ۶ زره قېمتي قرآني نسخې هم دي.

په ورته وخت کې، تاریخپوهان وايي، تېر کال یې کارډلې اته نوې خطي نسخې هم پېژندلې دي،‌ خو له دغو نسخو یوه یې په ۲۰۲۲ کال کې د هالنډ یوه لیلام‌ځي کې وپلورل شوې.

سټیفن ایپرټ زیاتوي، د افغانستان د ملي ارشیف او نورو بنسټونو اړوندو مهمو اثارو نوملړ او ډیجیټلي کېدو شدیده اړتیا ده.

دی وايي، که څه هم طالبانو مخکې د بودا مجسمې ویجاړې کړې دي، خو دا ځل د دوی حکومتي چارواکي "نه یوازې د اسلامي، بلکې د ټول ملي میراث" ساتلو ډاډ ورکړی دی.

په تېره جون او جولای میاشتو کې د طالبانو د کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په ګډون ځینو چارواکو له ښاغلي ایپرټ سره د خطي نسخو د ساتلو پر لارو چارو غږېدلي.