تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انځورونه: د طالبانو په لاس له ویجاړ شوي بودا سره "یوه شپه"
د افغانستان په بامیان دره کې له شګلنې ډبرې توږل شوې لرغونې مجسمې یو وخت په نړۍ کې د بودا تر ټولو دنګې مجسمې وې، خو ۲۰ کاله مخکې چې طالبانو والوځولې، د تل لپاره له منځه ولاړې.
د سې شنبې په شپه هلته په محلي څراغونو رڼاګانې جوړې شوې وې او د ۲۰۰۱ کال مارچ میاشت کې د دغو ویجاړو شویو سلګونه کاله لرغونو مجسمو په مناسبت یې مراسم جوړ کړي وو.
دا مجسمې د شپږمې میلادي پېړۍ په لومړی او اومې پېړۍ کې له لویو ډبرو توږل شوې چې هغه وخت بودېزم په سیمه کې دود شوی دین و.
د "یوه شپه له بودا سره" په نامه د مراسمو همغږې کوونکې زهرا حسیني ویلي: "موږ نه غواړو چې خلک دې دلته رامنځ ته شوی وېروونکی جرم هېر کړي".
.