تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هندي 'ساري' جامو ډیزاینر ساتیا پاول مړ شو
هند کې د ساري جامو تر ټولو مشهور ډیزاینر ساتیا پاول د ۷۸ کلونو په عمر مړ شو. د هغو طرحو او نوښتونو هند کې ښځینه دودیزو جامو "ساري" ته نوی رنګ او پرمختګ ورکړ.
د هغه زوی پنیټ نندا د چارشنبې پر ورځ د خپل پلار مړینه اعلان کړه او وايي تېره میاشت یې دماغي سکته کړې وه.
د هغه د ساري ډیزاین ډېرو بالیووډ ښځینه ستورو خوښ او مشهور کړی و، چې بېلابېل رنګونه، مواد او عصري ډیزاینونه پکې کارېدل.
د هغه لخوا د ساري لومړنی نندارتون او پلورنځی په ۱۹۸۰ کال پرانیستل شوی و چې شپږ کاله وروسته یې خپل نوم او سوداګریز نښان وموند.
د ښاغلي پاول پر مړینې د غبرګون لپاره هندي ډیزاینز کوشیک فیلیندرا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: "تل به مې سوچ کاوه چې هغه یو هنرمن دی. رنګونه یې د رسام په توګه کارول".
د ښاغلي پاول د سوداګریز نښان جوړوونکې مشرې ماسابا ګوپتا ویلي، هند کې د ډیزاین ښوونځي باید د ساتیا پاول تولید ته وده ورکړي.
دې ویلي: "د شانیل او نورو له کیسو الهام اخیستی شو، خو لومړی باید هغه څه زدکړو چې زموږ پر خاوره رامنځ ته کېږي".
د ساتیا پاول پلورنځیو، چې د هند په اتو ښارونو کې شته، د غاړې دسمالونه او نېک ټایۍ هم جوړې کړې دي.