د هندي 'ساري' جامو ډیزاینر ساتیا پاول مړ شو

ساتیا پاول (منځ کې)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساتیا پاول (منځ کې)

هند کې د ساري جامو تر ټولو مشهور ډیزاینر ساتیا پاول د ۷۸ کلونو په عمر مړ شو. د هغو طرحو او نوښتونو هند کې ښځینه دودیزو جامو "ساري" ته نوی رنګ او پرمختګ ورکړ.

د هغه زوی پنیټ نندا د چارشنبې پر ورځ د خپل پلار مړینه اعلان کړه او وايي تېره میاشت یې دماغي سکته کړې وه.

د هغه د ساري ډیزاین ډېرو بالیووډ ښځینه ستورو خوښ او مشهور کړی و،‌ چې بېلابېل رنګونه، مواد او عصري ډیزاینونه پکې کارېدل.

د ویډیو تشریح، د ټولنيزو رسنيو له برکته د هنديو جامو دودېد کېدل

د هغه لخوا د ساري لومړنی نندارتون او پلورنځی په ۱۹۸۰ کال پرانیستل شوی و چې شپږ کاله وروسته یې خپل نوم او سوداګریز نښان وموند.‌

د ښاغلي پاول پر مړینې د غبرګون لپاره هندي ډیزاینز کوشیک فیلیندرا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: "تل به مې سوچ کاوه چې هغه یو هنرمن دی. رنګونه یې د رسام په توګه کارول".

ساتیا پاول

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښاغلي پاول د سوداګریز نښان جوړوونکې مشرې ماسابا ګوپتا ویلي، هند کې د ډیزاین ښوونځي باید د ساتیا پاول تولید ته وده ورکړي.

دې ویلي: "د شانیل او نورو له کیسو الهام اخیستی شو، خو لومړی باید هغه څه زدکړو چې زموږ پر خاوره رامنځ ته کېږي".

د ساتیا پاول پلورنځیو، چې د هند په اتو ښارونو کې شته، د غاړې دسمالونه او نېک ټایۍ هم جوړې کړې دي.