په جومات کې نڅا؛ پاکستانۍ ممثلې له خلکو بښنه وغوښته

    • Author, منزہ انوار
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

پاکستانۍ ممثلې صبا قمر د پنجاب ایالت د لاهور ښار په یوه تاریخي جومات کې د خپلې نڅا ویډیو له خپرېدو وروسته بښنه غوښتې.

صبا قمر له یوه همکار ممثل بلال سعید سره په شریکه دغه ویډیويي کلیپ د لاهور په تاریخي وزیر خان جومات کې د یوې سندرې لپاره ثبت کړی و، چې سملاسي پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو.

صبا قمر په دې هکله خپل وضاحت کې ویلي، په ویډیو کې ښودل شوې صحنه له نکاح وروسته د مېړه، ښځې د خوښۍ تمثیل کول وو:

''د سپېڅلو ځایونو د سپکاوي تصور هم نه شم کولای، خو بیا هم له هغو ټولو خلکو بښنه غواړم چې په بې پامۍ کې یې رانه زړه ازار شوی وي. ''

بل لور ته د اوقافو او مذهبي چارو لپاره د پنجاب ایالتي وزیر سید پیر سعید الحسن بي بي سي ته ویلي، په جوماتونو کې د دا ډول ویډیويي کلیپونو یا عکس اخیستو قانوني اجازه نه ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا جومات کې یې د سندرې لپاره د ویډیويي کلیپ ثبتولو پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

ممثل او سندرغاړي بلال سعید بیا په دې لړ کې پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي، چې د ''ویډیو ثبتولو پر مهال د جومات چارسمبالي کسان هم هلته ولاړ وو او هغوی شاهدي ورکوي چې د ثبت پر مهال موسیقي نه ده غږول شوې. ''

ویل کېږي، پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې له نکاح وروسته په پخوانیو جوماتونو کې د تصویرونو او ویډیويي کلیپونو ثبتولو دود ډېر شوی دی، چې په لاهور کې بادشاهي او وزیرخان جوماتونو ته د دغه ډول تصویرونو لپاره ډېری جوړې ورځي.

څه موده مخکې په بادشاهي جومات کې له یوې په زیاتو کمرو او مسلکي تصویرونو اخیستو بندیز لګول شوی، خو پر خواله رسنیو د یوې رسمي اجازې عکس هم لاس پر لاس کېږي، چې د ۳۰ زره روپیو بدل کې له ځینې شرطونو سره په وزیرخان جومات کې د (ثبت) اجازه ورکړل شوې.

د اوقافو او مذهبي چارو صوبايي وزیر د دغې اجازې د تایید تر څنګ وايي، دې قضیه کې یو ښکېل کس یې له دندې شړلی دی او په دې اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

د اوقافو او مذهبي چارو د وزیر رسنیزو چارو همغږی کوونکی مهران لیاقت بیا وايي، په دې قضیه کې د (کلتوري پروګرام) په نامه اجازه اخیستل شوې او د (ودانۍ کارولو) بدل کې ۳۰ زره روپۍ د فیس په توګه اخیستل شوې دي.

د صبا قمر او بلال سعید د دغه ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه څرګند شوي او یو شمېر کسانو د بښنې غوښتلو غږ کړی.