تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوسپنیزه ښځه او نور جالب انځورونه
د انسانیت انځورونو جایزې ته دوه سوه انځورونه غوره شوي چې له قرنطین مخکې اخیستل شوي وو. په دې انځورونو کې د دې ثابتولو هڅه شوې چې د بشر د بېلولو پر ځای د یو ځایولو لپاره ډېرې پلمې شته.
دا انځورونه به په جون کې د کتاب په بڼه چاپ شي. په سپټمبر کې به یې سل ګټونکي په ډیجیټل بڼه نړیواله کچه ښکاره کړي.
دې سیالۍ کې د ۳۶ هېوادونو انځورونه دي. دلته هم د عکاسانو له کپشن سره لنډ غورچاڼ دی.
لندن کې مکسیم؛ د ویوک ویډولا انځور
شپاړس کلن مکسیم، د لندن په برېښکټن کې د اسانو ابوني کلب سره پنځه نیم کاله مخکې.
نوموړی د سپرکارۍ تجربه/مخینه نه لري.
دې ځای ته د مکسیم لېوالتیا په انځور کې مالومیږي، هغه اونۍ کې څو ځلې را ځي.
"په دې کلب ښکلې کورنیزه فضا ده".
"اسان د ماشومانو رواني روغتیا سره مرسته کوي".
په برمېنګم کې لامبوزن؛ انځور د اټیلیو فیوماریلا
له سلو ډېر لامبوزن په تش مجلل ډنډ کې د موسلي سړک حمامونو د بندېدو پرضد اعتراض کوي چې په ۱۹۰۷ کې پرانیستل شوي و.
د برمېنګم ښاري ناحیې په ۲۰۱۵ کال د تل لپاره د دې ډنډ بندولو پرېکړه وکړه.
خو د لرغونو ودانیو نړیوالې موسسې دا لرغونځی د خپل څار په لست کې شامل کړ چې د ژغورلو هیله یې ور سره پیدا شوه.
په نیویارک کې هالمونس نڅا؛ د ان رنګ سو انځور
ښځې نیویارک ښار کې د کوریايي توکمه امریکايي ټولنې نڅا کوي.
هغه شېبې چې اودیان سنکر پال له خوا د هند چیناي کې انځور شوې دي.
جنت ته نږدې؛ د ایتوپیا په ټیګرې کې د مایورو ډي بیټیو انځور
کیشي اسیفا هګوس په ابونا یمتا ګو کلیسا کې کشیش دی، چې د عبادت لپاره د ځمکې پر مخ د ورتګ تر ټولو سخت ځای بلل کېږي.
دا لویه کلیسا د یوې پرېوتې ډبرې پر سر جوړه شوې چې ټولو خواو ته یې ژورې کندې دي او یوازې پلی ورتګ ورته ممکن دی.
جاسن؛ نیویارک ښار کې د روس لنډنبرګر انځور
پر ۲۰۰۶ کال مې له جاسن سره انټرنېټي سکېټ بورډ له لارې ولیدل.
موږ ډېر سره نږدې شوو ځکه احساس مو کاوه چې سپورت کې ګوښه کړل شوي یو،
بوسنیا هرزګووینا کې افغان عبدالله؛ د مارکو ریسوویک انځور
عبدالله هم افغان کډوا ل دی او یوه پنډغالي کې له زرګونو نورو کډوالو سره اوسېږي.
خپل هېواد کې یې قبیلوي جګړه کې دوه بچي له لاسه ور کړي دي.
هغه غواړي یوه ارام هېواد کې درې لوڼه او یو زوی لوی کړي.
د بنګله دېش ډاکه کېاوسپنیزه ښځه؛ انځور هم د کترین مکفي دی
دا ښځه د هغو میلیونو کسانو له ډلې ده چې کلیوالي سیمه یې د کار موندلو په هیله پرېښودلې او د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې یې اړولي دي، خو کور یې د پټلۍ څنګ کې دی.
امبر په بلجیم کې؛ د جسټین ټجلینک انځور
دا دیارلس کلنه امبر ده، داسې ناروغي لري چې انسان یې له امله ژر زړېږي.
امبر یو عشاریه ۱۵ متره ونه لري او وزن یې ۱۵ کیلوګرامه دی.
ټول حقونه خوندي دي