تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لانجمنو موږکانو انځور غوره جایزه وګټله
- Author, جنتن اموس
- دنده, د بي بي سي ساینسي خبریال
د لندن مېترو ته چې هرڅوک ورغلي، دا کوچني تور موږکان پېژني، چې د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه له یو بل سره لاس او ګرېوان وي.
عکاس سام راولي تر ځمکې لاندې د حیواناتو عکاسي کوي، مېترو کې یې یوه اونۍ تېره کړه چې ددغو موږکانو انځور واخلي.
یوه شپه یې د هغو دوو موږکانو انځور واخیست، چې د یوه مسافر له لاسه د لوېدلو خوړو پرسر له یو بل سره په شخړه بوخت وو.
د نوموړي دغه انځور ډېرو خلکو خوښ کړی، همدا وو چې د سږ کال د وحشي ژوو د انځورګر غوره جایزه یې ګټلې ده.
کابو ۲۸ زره کسانو د سام دغه انځور ته رایه ورکړه او دا یې غوره انځور وباله.
سام د لندن مېترو کې د شپې تر ناوخته پاتې شوی چې یو ښکلی انځور واخلي، خو دا ځل بخت ملګرتیا ورسره وکړه.
یو موږک په یوازې ځان د خوړو په لټه کې و، د یوه مسافر له لاسه لوېدلي خواړه یې وموندل، څو ثانیې وروسته بل موږک پرې راورسېد او د دواړو پرې لانجه شوه.
سام وايي، په عصري ژوند کې د وحشي ژوو له عکاسۍ سره یې ډېره مینه ده او باوري دی چې خلک هم له حیواناتو سره مینه لري.
د خلکو غوره شویو انځورونو په باب د "لومېکس" نظرپوښتنې څلور نور انځورونه هم غوره وبلل شول.
یو انځور پکې د بیزو (ځنګلي انسان) دی، چې ارون جیګوسکي اخیستی.
دویم انځور د یوې پړانګې او د هغې د بچي دی چې یو لوی مار کشوي، د انځور میشل زګزوګي اخیستی.
درېیم انځور د یوه ملي طبیعي پارک دی، چې د پارک ساتونکی یو ښکری کوچنی تور حیوان ساتي، دا انځور مارټن بوزورا اخیستی.
څلورم انځور په شمالي قطب کې د سپینو رینډیر حیواناتو دی، چې پر واوره پراته دي، دا انځور فرانسیس دي اندریه اخیستی.
.