ټېلر سوېفټ له مایکل جکسن مخکې شوه

د امریکا لاس انجلس ایالت کې د امریکايي موسیقۍ ایوارډ کې وتلې سندرغاړې ټېلر سوېفټ د کال غوره سندرغاړې ایوارډ وګاټه.

دې سره هغې د مایکل جکسن د ډېرو ایوارډونو(جایزو) ګټلو ریکارډ هم مات کړ. له دې مخکې دا ویاړ د ۲۴ ایوارډونو لرلو سره مایکل جېکسن درلود.

لاس انجلس کې د مایکروسافټ تیاتر دې مراسمو ته په وینا کې ۲۹ کلنې ټېلر سوېفټ وویل، زما لپاره تر ټولو مهم له خپلو مینوالو سره د کلونو کلونو یادونه او خاطرې دي.

ټېلر سوېفټ د کال د غوره هنرمن پر ایوارډ ګټلو سربېره څلور نور ایوراډونه هم وګټل. تېرو لسو کلونو کې د هغې نهه البومونه د ۲۰۰ غوره المبونو په سر کې راغلي دي.

تېره اونۍ ټېلر سوېفټ ته د دې لسیزې د اعزازي هنرمنې ایوارډ هم ور کړل شو. د مراسمو جوړوونکو ویل، چې دې سره هغې ته د ور کړل شویو ایوارډونو شمېر ۲۹ ته ورسېد.

دې ایوارډونو سره هغې مایکل جېکسن په اسانه شاته پرېښود.

۔