قدس ته نژدې ۹ زره کلن ښار

قدس ته څېرمه د حجري پېر اړونده یوه لرغوني ښار په یوه لویه استوګنیزه سیمه کې چې قدامت یې ۹ زره کاله ښودل شوی، زرګونه توکي، ګاڼه، مجسمې او غمي موندل شوي دي.

لرغونپوهان داسې انګېري چې د قدس له دوه لاري موتزا نه ۵ کیلومتره لیرې په دې ښار کې شاوخوا درې زره کسان اوسېدل.

په کیندنو کې د لویو ودانیو پاتې برخې هم کشف شوې، چې د استوګې خونې، پراخه سرایونه او د کورنیو د اوسېدو محلونه او لارې پکې دي.

د ګرانیت له تیږې جوړ مصنوعي توکي هلته موندل شي.

همدارنګه، هغه وخت په ښکار او جګړه کې کارېدونکي د تېغ سرونه هم موندل شوي.

له تېږو جوړ جسمونه هم موندل شوي چې ځینې یې په قبرونو کې وو، ښکاري چې له مړو سره خښ کړل شوي. دا د غوایه مجسمه ده.

دا د انسان د سر مجسمه ده.

په بېلابېلو شکلونو جوړ ډبرین وښي هم موندل شوي، چې له اندازې یې څرک لګول کېږي د ماشومانو لپاره به وو.

ددغو مشکڼو (مریو) په څېر نور جسمونه هم د انادولیا له اورشیدې ښیښې جوړ شوي دي.

د اسراییلو د لرغونو توکو اړوندو چارواکو ویلي، دغه کشف په سیمه کې د حجري پېر په اړه د تاریخپوهانو نظر بدل کړ، پخوا دا باور و هغه سیمه چې دغه اثار پکې موندل شوي، حجري پېر کې د استوګنې سیمه نه وه.

ټول انځورونه د اسراییلو د لرغونو توکو اړوندو چارواکو دي.