د پاریس فېشن اوونۍ تاریخ کې لومړی افغان هنرمن

    • Author, شکېبا حبیب
    • دنده, بي بي سي - پاریس

د دوشنبې پر ورځ (د جولای لومړۍ نېټه) د پاریس د فېشن په اوونۍ کې په لومړي ځل د کالیو یو افغان د ‌‌‌‌‌‌ډېزاینر برخه واخیسته. نوید الیاس ځاځی په اصل کې د افغانستان دی او د ‌‌‌‌‌‌جامو د ‌‌‌‌‌‌ډېزاینونو ټولګه یې د "ځاځی ډېزاین" په نامه نندارې ته وړاندې کړه.

۲۵ کلن نوید ۱۲ کاله مخکې له افغانستانه کډوال شوی او اوس هالنډ کې ژوند کوي. د ده په لاس د ‌‌‌‌‌‌ډېزاین شویو کالیو پيغام نړیوالو ته د افغانو ښځو د ژوند د بېلابېلو اړخونو ورپېژندل وو.

نوید خپلې ټولګې ته د "ځواک" نوم ورکړی و. نوموړی وایي، غواړي نړیوالو ته د افغان ښځو ځواک او غښتلتیا ور وپېژني چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناخوالو او تاوتریخوالي سره سره ماته نه مني او په ټولنه کې په ویاړ ونډه اخلي.

له بي بي سي سره خبرو کې نوید وویل، پلرنی ټاټوبی یې افغانستان ورته له هر څه لومړیتوب لري.

نوموړی وایي، په دې خبره ویاړي چې لومړی افغان دی چې ویې کولی شول د پاریس فېشن اوونۍ کې د خپل لاس هنر نندارې ته وړاندې کړي.

د دوشنبې ورځې نندارتون کې د نوید ځاځي تر څنګ شپږو نورو ‌‌‌‌‌‌ډېزاینرانو هم برخه اخیستې وه او د دوی ټولو د جامو ټولګه د "نا ویل شویو کیسو" په نوم یادېده.

هر ‌‌‌‌‌‌ډېزاینر په خپلو جوړو کړیو جامو کې د بېلې موضوع انځور نندارې ته وړاندې کړی و.

نوید وايي په روښانه راتلونکي باور لري او بهر کې مېشتو افغان ځوانانو ته یې پيغام دا دی چې زدکړې وکړي او هڅه وکړي په هر څه کې خپل هېواد افغانستان او ارزښتونو ته یې لومړیتوب ورکړي.

د ده په وینا، افغان ځوانان باید بهرنیو هېوادونو کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي چې خپل او د خپل هېواد راتلونکی روښانه کړي.

د فرانسې او د پاریس د فېشن اوونۍ په کال کې دوه ځلې کېږي چې پکې د پسرلي او اوړي جامې او د مني او ژمي فېشن او جامې نندارې ته وړاندې کېږي.

د کارپوهانو په وینا د پاریس د فېشن اوونۍ د نورو درېیو ښارونو، یعنې د لندن فېشن اوونۍ، میلان فېشن اوونۍ او نیویارک له فېشن اوونۍ ډېره مشهوره او لویه ده.

هر کال په سلګونو د کالیو ‌‌‌‌‌‌ډېزاینر او د سینکار هنرمندان د پاریس ښار بېلابېلو نامتو ودانیو کې د جامو د نندارتونونو لپاره راغونډېږي.

د موډ او فېشن په نړۍ کې تر ټولو مشهور نومونه لکه دیور، لویي وېتان، ګوچي، ارماني او داسې نور د خپلو جامو کلني نوي دیزانونه دې نندارې ته وړاندې کوي.