تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي نڅاګره چې افغان نڅا یې زړه وړی
د امریکايي نڅا طراحه، هنرمنه او څېړونکې تارا کترین پانډیا د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران فولکلوري او دودیزې نڅاوې هم کوي.
نوموړې له ۱۸ کلونو راهیسې د منځنۍ اسیا هېوادونو د نڅا د ودې، پراختیا او ساتلو هڅې او همدرانګه د ورېښمو لار په تړاو څېړنې کوي.
تارا د بي بي سي افغان څانګې له خبریالې محجوبه نوروزي سره خبرو کې ویلي، چې د پنځو وچو ۱۹۰ ښارونو کې په پنځلس سوو نڅاوو کې ګډون کړی دی.
نوموړې د منځنۍ اسیا له نڅاوو او د پاکستان نڅا ترمنځ د تړاو په هکله هم څېړنه کړې ده.
تارا د مېرمنو د ملاتړ او د منځنۍ اسیا کلتورونو ته د مثبت نظر د پیاوړي کولو لپاره له خصوصي ادارو سره هم کار کوي.
د افغانانو سره تارا
تارا له ۱۲ ډېر کلونه کېږي چې د افغانانو کلتوري پروګرامونو کې ګډون کوي.
نوموړې چې د چاپېریال ساتنې برخه کې هم فعاله ده د نوبل جایزې د ورکړې مراسمو کې یې د افغانانو دودیز کالي اغوستي و.
هغه د مهوش، حبیب قادري، همایون سخي او نورو افغان سندرغاړو سره همکاري هم لري.
تارا د افغان مېرمنو او یتیمانو ملاتړو بنسټونو لپاره مختلف کنسرټونه کړي دي.
تارا له جرمن مور او هندي پلار د امریکا کلیفورنیا کې زېږېدلې ده.
هغه وايي، د پلار کورنۍ یې مسلمانه ده او د هغې کار او هنر یې نه خوښېږي.
خو پلار یې مجبور دی چې خپلې کورنۍ ته د نوموړې د کار په هکله درواغ ووايي.