روسي پولیس ونڅېدل،‌ د انټرنېټ پر ستورو بدل شول

د روسیې سایبریا د ځینو پولیسو د نڅا وېډیو د مجازي نړۍ پر ستورو مشهور کړل.

دغو پولیسو په "یاقوتستان جمهوریت" کې د پولیسو د وړتیا معلومولو د یوې سیالۍ د ټکټونو د پلور لپاره د نڅا یوه وېډیو خپره کړې ده.

یاقوتستان جمهوریت چې ساخا جمهوریت یې هم بولي، د روسیې تر ټولو سړه سیمه ده.

وروسته تر هغه چې دا وېډیو پر خواله رسنیو لاس په لاس شوه، د روسیې د کورنیو چارو وزارت پر ټویټر ددې و‍ېډیو لپاره تبلیغ وکړ چې په دې سره لسګونه زره نورو کسانو دا وېډیو ولیده.

په دې وېډیو کې اوه پولیس چې پنځه سړي او دوې ښځې وې، د امګا سیمه کې د پولیسو پوستې مخې ته ونڅېدلا.

د وېډیو ثبتولو درې ساعته وخت نیولی.

ویل کېږي چې دوی خپل لاسونه په روسي ژبه د پ (پولیس) د توري په بڼه خوځول.

د روسیې د پولیسو ویاند ویلي ددې وېډیو محبوبیت خوښي خبره کړې ده.

پر خواله رسنیو د وېدیو تر پراخې خپرېدو وروسته د سیالۍ ټول ټکټونه وپلورل شول.

د پولیسو د نڅا دا وېډیو د روسیې پر تلوېزین هم خپره شوه او ان پر ځینو خبري برخو کې هم دا وېډیو وغږوله شوه.

د وړتیا ښودنې په دې سیالۍ کې ستوان الیاس زارونوایو چې په وېډیو کې هم نڅېدلی،‌ بریالی شو. دغه پولیس یو کال وړاندې هم د هندۍ نڅا په یوه سیالۍ کې بریالی شوی و.