هندو کورنۍ ولې له قرآن سره مینه لري؟

خطاطی کے نمونے

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

    • Author, ماجد جهانگیر
    • دنده, خبریال، سرېنګر

د هند شمال لويدیځ ته جمو کې ابرول کورنۍ د هند نیمه وچې له وېش پخوا قراني نسخې ساتي.

اوس د دې کورنۍ د دریم نسل سریش د دې ناویاتو خطي نسخو او خطاطۍ وارث دی.

له نوموړي سره نږدې پنځه زره نسخې او د خطاطۍ هنر دوه نیم سوه ناویاتې بېلګې شته.

د سریش ابرول نیکه له خپل پلار سره د وروستي ډوګرا واکمن مهاراج هري سینګ دربار ته تلو.

قرآن کریم کا نسخہ

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

مهاراجه هري سینګ تر ۱۹۵۲ کال پر جمو کشمیر تر ۲۷ کلونو واکمن و.

د سریش ابرول کورنۍ د سرو او ګرانبیه کاڼو کاروبار کوي.

دی وايي نیکه یې لاله رکي رام ابرول د هري سینګ د خزانې د ګرانبیه کاڼو ساتونکی و.

سریش ابرول

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

د عکس تشریح، سروش ابرول پنځه زره خطي نسخې لري.

هلته یې د قلمي نسخو، د خطاطۍ ناویاتو نسخو او د سرو او مسو د سیکو ټولول پیل کړل.

سریش ابرول دا مهال پنځه زره قلمي نسخې لري چې عربي سانسیګرېټ، پارسي او ساردا ژبې او ادب شتمني پکې ده.

له هغه سره د ایوروید(طب) اړوند نسخې هم شته.

دوه خطي نسخې

قرآن کریم کا نسخہ

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

دا مهال د هند واک کې کشمیر په مرکز سرینګر کې د سریش ابرول د دې ټولګې نندارتون جوړ شوی دی.

د هغه نندارتونو کې د قران دوو خطي نسخو د خلکو ډېر پام خپل کړی دی.

چې یوه پر کاغذ لیکل شوې او دویمه هم په ټوکر کښل شوې ده.

سریش ابرول وايي: له دواړو هره یوه بشپړ قران یا دېرش سپارې لري.

پر کاغذ لیکلی قران یو فوټ سورور او پنځه فوټ اوږد دی.

پر ټوکر لیکلی قران څلور نیم فوټه اوږد او پنځه نیم فوټه سورور دی.

د دواړو د روښانه لیدلو او لوستلو لپاره لس یا شل محوره لېنز یا سترګۍ پکار دي.

د کاتب نوم ولې نشته؟

خطاطی کے نمونے

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

د ابرول کورنۍ له نږدې ۹۰ کلونو راهیسې دا ناویات توکي ساتي.

خو دوی نه پوهېږي چې دا قراني نسخې څومره پخوانۍ او له کومه شوې دي.

سریش وايي، له ۳۰- ۳۵ کلونو راهیسې خلک په دې تړوا له دوی سره معلومات شریکوي.

خو زیاتوي، پخپله یې دا هڅه نه ده کړې چې دا نسخې څومره پخوانۍ دي.

د قران په دواړو نسخو د کاتب نوم نشته.

طلایي نسب

حضرت محمد کے اہل خانہ

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

ابرول وايي، پخوانیو خلکو ملنګ ډوله ژوند درلود چې په ځان کې ډوب وو او له دې سره یې علاقه نه درلوده چې خپل نوم درج کړي.

هغو خلکو نوم ورکی ژوند خوښاوه.

د هغه په خبره، ښايي همدا وجه وي چې په دې نسخو هم کوم نوم لیکل شوی نه دی.

په نندارتون کې ابرول نږدې څلوېښت لیکلې نمونې اېښې دي چې د نسب شجره هم پکې ده.

په دې شجره کې له حضرت ادم نیولې تر محمد ص پورې د پېغمبرانو نومونه دي.

د اسلامي له مخې حضرت ادام لومړنی انسان او لومړنی نبي دی.

د هر دین نسخې سپېڅلې دي

خطاطی کے نمونے

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

ابرول وايي، سرینګر کې دا نندارې ته اېښې شجره د سرو ده.

خو پاتې څلوېښت لیکلې نسخې د څارویو پر څرمنو لیکل شوې دي.

ابرول وايي، څنګه چې د خپل دین قلمي نسخې ورته سپېڅلې دي، دا ډول د نورو دینونو قلمي نسخې هم سپېڅلې دي.

"په خاص ډول زما مېرمن له پوجا یا عبادت وروسته د هرې قلمې نسخې مخ ته شمع بلوي".

کور که موزیم؟

خطاطی کے نمونے

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

ابرول او دریو وروڼو یې د خپل کور یوه برخه کې موزیم جوړ کړی او دلته یې ټولې قلمي او خطي نسخې خوندي کړې دي.

هغه وايي د سیک مذهب داسې خطي نسخې ور سره دي چې ښيي ګرو نانک چرته چرته تللی، له چا چا سره یې لیدلي او څه یې ویلي دي.

هغه وايي، په میراث یواځې همدا ور رسېدلي دي.

سرېنګر کې ډېر خلک دغه نندارتونو ته ور مات دي.

د ابرول ستایل

قرآن کریم کا نسخہ

د عکس سرچینه، MAJID JAHANGIR/BBC

ابرول وايي، دا نندارچیان یې ډېر ستايي او مینه ور سره ښيي.

دا نندارتون د سرینګر ټورېسټ ریسپشن سېنټر کې جوړ شوی چې پکې د جمو کشمیر حکومت د خپل موزیم د قران کریم څو نسخې او ناویاتې خطاطۍ هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

سریش وايي، دا اول ځل دی چې له کور بهر د قران کریم د خطي نسخو او خطاطۍ نندارتون جوړوي.