د فرانسې ترو موزیم کې د جعلي نقاشیو ټولګه

د فرانسې په سوېلي الن ښار کې د موزیم ځینې جعلي اثار له اوبو رایستل شوي.

ترو موزیم موندلې چې ۸۲ نقاشۍ په دې اټکل سره چې ګني هنرمند او نقاش ایتن ترو کښلې دي، په دې موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې وې، خو دا نقاشۍ د هغه اثار نه دي بلکې جعلي دي.

په دې سره، ددغه موزیم تر نیمايي ډېر اثار جعلي ګڼل شوي. ددغو اثارو رازشت کابو ۱۶۰ زره یورو چې ۱۴۰ زره پونډه کېږي، اټکل شوي.

د یوه هنري اثارو د یوه تاریخپوه تر ورتلو د یاد موزیم د اثارو په جعل نه وو خبر.

د هنري اثارو مؤرخ اریک فورکیډا څو میاشتې وړاندې د پرپینیان ښار ته څېرمه له دغه موزیم سره اړیکه ونیوه او په دې اړه یې خپل شک وښود.

موزیم د کلتوري او هنري چارو د کارپوهانو یوه ډله وټاکله چې ددغو اثارو اصالت وارزوي. دغه کمېټه دې پایلې ته ورسېده چې ددې موزیم ۸۲ نقاشۍ د الن ښار اوسېدونکي نقاش ایتن ترو شاهکار نه دی.

دا خبر د جمعې په ورځ د موزیم له خوا اعلان شو.

ترو په ۱۸۵۷ کال د فرانسې جنوبي الن ښار کې زیږېدلی او په ۱۹۲۲ کال په همدې ښار کې له دې نړۍ تللی دی. هغه د انري مټیس نژدې ملګری و.

د هغو کسانو په اړه شکایتونه ډېر شوي، چې دغه جعلي اثار یې پنځولي دي. سیمه ییز پولیس پر دې قضیې څېړنه کوي چې وايي، د دې سیمې پر هنرمندانو به هم اغېز وکړي.