د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم اوسکار جایزه واخیست

د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم د ۲۰۱۷ کال د بهرني فلم اوسکار جایزه خپله کړه. ښاغلي فرهادي په ۲۰۱۲ کال کې هم د "له سیمین نه د نادر بېلېدل" فلم له امله دغه جایزه ګټلې وه.

ښاغلي فرهادي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ جنجالي فرمان له امله د اوسکار جایزې په مراسمو کې له ګډون نه ډډه وکړه، که څه هم دغه فرمان د یوه فدرال قاضي په امر ځنډول شوی دی.

ښاغلي فرهادي انوشه انصاري او فېروز نادري د خپلو استازو په توګه د اوسکار نهه اتیایمو مراسمو ته وروپېژندل.

انوشه انصاري د مراسمو ترسره کېدونکي مراسمو کې د ښاغلي فرهادي وینا ولوسته:

"زه ډېر متاسف یم چې نن شپه تاسو سره نه یم. زما نشتوالی د خپل هېواد او شپږو نورو هېوادونو خلکو ته د درناوي لپاره دی چې د غیر انساني قانون له امله یې بې احترامي شوې چې امریکا د کډوالو د ورتګ مخه نیسي."

"د نړۍ داسې وېشل چې زموږ ډله زموږ د دښمنانو پروړاندې، د وېرې رامنځته کېدو لامل کېږي او د پوځي تېري او جګړې لپاره تېرایستونکې توجېه ده."

"دا جګړې په هغو هېوادونو کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو خنډ ګرځي چې پخپله د پوځي تېریو قرباني شوي دي."

"فلم جوړوونکي کولی شي خپلې کامرې روښانه کړي ترڅو د انسانانو ګډې ځانګړنې ثبت کړي او د ملتونو غړو او بېلابېلو دینونو په اړه شته کلیشې ماتې کړي."

"هغوی کولی شي زموږ او نورو ترمنځ دوستي پیدا کړي - داسې دوستي چې نن موږ او تاسو تر بل هر وخت ورته ډېره اړتیا لرو."

د "پلورونکي" فلم لوبغاړې ترانه علیدوستي هم د اوسکار مراسمو سره پرېکون کړی.

په امریکا کې مېشتو ایرانیانو او یا امریکایي توکمو د ښاغلي فرهادي پر جایزې خوښي ښوولې ده. د نړۍ په نورو سیمو کې هم منتقدینو د ښاغلي فرهادي د فلم هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مجمد جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، د پلورونکي فلم پر جوړوونکو او لوبغاړو د اوسکار جایزې ترلاسه کولو او امریکا ته "د مسلمانانو پر ورتګ ممنوعیت" پروړاندې د درېدو لپاره ویاړي.

هغه لیکلي؛ "دوه زره کاله کېږي چې ایرانیان د فرهنګ او تمدن استازیتوب کوي."

اصغر فرهادي د فدریکو فلیني، انګمار برګمن او ویتوریو دسیکا ترڅنګ یو له څلورو فلم جوړوونکو دی چې تر یوه ځل ډېر یې د بهرني فلم د اوسکار جایزه ترلاسه کړې ده.