د ټرمپ هرکلي لپاره د هندي فلمونو سندرې وړاندې کېږي

د جنورۍ پر ۲۰ مه چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي، په همدې مناسبت یو لړ مراسم نیول شوي دي.

دغه پروګرام کې به هندۍ سندرې هم واورېدل شي، چې د سلمان خان مشهوره فلمي سندره ' د جمعې شپه یا جمعې کې رات ' هم په کې شامله ده.

تصادف دا دی، چې همدغه سندره به د جمعې په شپه یادو مراسمو کې وړاندې شي. دغه سندره به د نڅاګرو هندی ډلمشر سرېش مکند وړاندې کړي، چې له دې مخکې یې متحدو ایالتونو کې د نڅا سیالیو کې مډال تر لاسه کړی دی.

د مراسمو دغې اووه دقیقه ییزه برخې ته، چې هندۍ سندرې به په کې وړاندې کېږي پنځه سندرې چمتو شوې دي.

دې کې د میکا غږ کې د سلمان د فلم سندره، جمعې کې رات، د رنبیر سینګ فلم باجي راو مستانې ملهاري نومې سندره، د کترینه کیف د فلم کالاچشمه د سلم ډاګ ملینیر فلم سندره جی هو، بنجابي سندره منډیاتو بچ کې رهین او یو شمېر نورې سندرې شاملې دي.

مشهوره هندۍ نڅاګره، ماډل منسويي منګايي به د نڅاګرو ډلې مشري کوي، چې ۳۰ هندي الاصل امریکايي نڅاګر به ورسره ملګرتیا وکړي.

سرېش مکند له بي بي سي سره خبرو کې ویلي د هند رنګارنګ کلتور د سندرو له لارې نندارې ته وړاندې کېږي. نوموړی وايي:

ډېر خوشحال یم، چې لومړی ځل دغو مراسمو کې بالي ووډ نڅا نندارې ته وړاندې کېږي او له هند نه دغه مراسمو کې د هندۍ ډلې مشري کولو ته زه را بلل شوی یم.

لومړۍ هڅه تر ډېرو د خلکو حافظه کې پاتې کېږي او زه باوري یم، چې وروسته به ډېر فرصتونه ومومو.

دا چې ولسمشر ټرمپ به د بالیووډ له نڅا څومره خوند اخلي، د جمعې پر شپه به معلومه شي.