تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد حسن کاکړ ومړ
د کابل پوهنتون پخوانی استاد او مشهور لیکوال پوهاند محمد حسن کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی کاکړ له کلونو راهیسې د امریکا په کلیفورنیا کې اوسېده او د ناروغۍ له امله یې د جنورۍ په پنځمه په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ میلادي کال کې د لغمان د ولایت د الیشنګ درې د پلوَټې کلي کې وزېږېد.
ښاغلي کاکړ لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې او لوړې زده کړې يې په کابل پوهنتون کې وکړې. هغه د لندن پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړو ته دوام ورکړ او ورپسې یې د تاریخ په برخه خپله دوکتورا واخسته.
حسن کاکړ کلونه په کابل پوهنتون کې د تاريخ استاد پاتې شوی.
دوکتور کاکړ په افغانستان کې دننه او بهر کې په ډيرو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستې او سلگونه علمي او تاريخي مقالې يې لیکلي دي.