پاکستانۍ کهکشان حیدر څوک ده، چې امریکا کې پر ۸ کاله بند محکومه شوې؟

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
امریکا کې یوې محکمې د کهکشان حیدر په نامه په خټه یوه پاکستانۍ ښځه د "ترهګرۍ" اړوند درواغجنو بیانونو له کبله په ۸ کاله بند محکومه کړې ده. په رسمي اسنادو کې راغلي، چې هغې پاکستان کې "ترهګریزو کړنو" لپاره پیسې استولې.
شاوخوا څلور کاله مخکې، د پاکستان په سند ایالت کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) او رېنجرز ځواکونو ادعا کړې وه، چې په کراچۍ ښار کې "د هدفي وژنو داسې ډلې فعالې شوې، چې ظاهرآ د کهکشان حیدر په نوم د یوې امریکا مېشتې ښځې لخوا لارښوونې ورته کېږي."
خو دا کهکشان حیدر څوک ده؟ پاکستان کې کومو تورونه سره مخامخ ده او په امریکا کې ولې پر بند محکومه شوې ده؟
د دغو پوښتنو له ځوابولو مخکې دا ګورو چې د امریکا په ټېکزاس کې ادارو د دې قضیې په اړه څه ویلي.
د ټېکزاس په ختیځ کې محکمه کې د وړاندې شویو مالوماتو له مخې، د فدرالي څېړنو اژانس (اېفبيای) څارګرو د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲۳مه له ۵۴ کلنې کهکشان حیدر خان څخه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېلو پر دوو پمپ سټېشنونو د اور لګوونکو بمونو د برید پلان کې د ښکېلتیا په تړاو اښتنې پوښتنې کړې وې.
د نومبر ۱۴مه د امریکا عدلیې وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې کهکشان خان له پاکستان ورغلې خو اوس د امریکا تابعیت لري.
بیان کې زیاته شوې چې هغه پاکستان کې د یوه بېلتونپال تحریک - مهاجر قومي موومېنټ [اېمکیواېم] غړې ده، چې پاکستان کې له مهاجرو سره د حکومت له چلند ناراضه دي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، "پر کهکشان پاکستان کې ترهګریزو کړنو لپاره د چندې راټولولو، پاکستان ته د دغو پیسو د لېږدولو او د تاوتریخجنو کړنو په تامین او سازمانولو کې د مرستندویه رول درلودو تور پورې شوی دی."
اعلامیه کې راغلي چې هغې د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې یو سړی کراچۍ کې پر دوو پمپ سټېشنونو چې مالکان یې پنجابیان وو، د اورلګوونکو توکو په وسیله برید ته ګومارلی و.

د عکس سرچینه، x/FBIDallas
بیان کې زیاته شوې چې کهکشان حیدر له دغه سړي سره د برید د ځایونو په ټاکلو، برید کې د کارېدونکو توکو، له برید مخکې د پټېدو ځای ځایګي، تر برید وروسته د تېښتې د لارو چارو او همدا راز بریدګرو لپاره د دوه میله وسلې د پیرلو په تړاو خبرې کړې وې، چې د دغو اقداماتو بریا ډاډمنه شي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، کهکشان حیدر په دې موخه امریکا کې د اېم کیو اېم له خواخوږو پیسې راټولې او د بریدونو لګښت لپاره پاکستان ته استولې دي.
د څارنوال په حواله ویل شوي، چې د کهکشان لخوا پاکستان کې ګومارل شوي سړي د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲۰مه هغې ته د ځینو خبرونو عکسونه استولي چې پکې کراچۍ کې پر یوه پمپسټېشن د اور لګونو توکو په وسیله برید کې د ۶ کسانو د سوځل کېدو یادونه شوې وه.
"کهکشان د دغه خبر په خوښۍ جشن نیولی او خپل ملګري ته یې ویلي، چې دغه کار لپاره به ستر انعام ورکړل شي."
اعلامیه کې راغلي چې هغې نوره ټوله ورځ پر انټرنېټ د دغه برید په تړاو خبرونه لټولي، خو څه یې نه دي موندلي.
"هغې ته د نږدې یوې ورځې له لټون وروسته مالومه شوې چې ور استول شوي عکسونه اصلآ د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د یوې پېښې دي. هغه پر دې ډېره ناراضه شوه، خپل ملګری یې ملامت کړی او ورته ویلي یې دي چې د اېم کیو اېم پر لمن تور داغ دی."
د یادونې ده چې کله ۲۰۲۱ کال کې ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) د کهکشان خلاف پاکستان کې د ترهګرۍ د تمویل دوسیه ثبت کړې وه، نو په لندن کې د اېم کیو اېم لخوا ویل شوي وو، چې نوموړې د دوی غړې نه ده.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اېف بي ای څارګرو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۴مه له کهکشانه د هغو پېښو په تړاو څېړنې کړې وې، خو نوموړې په درواغجن بیان سره دغو بریدونو کې له ښکېلتیا انکار کړی و.
هغې ویلي وو داسې هېڅ کړنه کې ښکېله نه ده چې پایله کې یې پاکستان کې یو کس ته هم مرګژوبله اوښتې وي.
خو هغې د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ کې د استماعیه غونډې پر مهال ومنله چې دروغ یې ویلي او پر دې هم پوهېده چې څرګندونې یې د ترهګرۍ اړوند څېړنو لپاره مهمې دي.
امریکايي څارنوال جي ار کامبز ویلي، "موږ به دې ته اجازه ورنه کړو چې د امریکا خاوره له هېواده بهر ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي."
بيبيسي هڅه وکړه چې کهکشان ته د سزا اورول کېدو په تړاو لندن کې له اېم کیو اېم غبرګون ترلاسه کړي، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
کهکشان حیدر څوک ده؟
د سند د ترهګرۍ ضد پولیسو ۲۰۲۱ کال کې ادعا کړې وه چې کهکشان حیدر د امریکا په ټېکزاس کې اوسي خو د اېم کیو اېم لندن د اړیکو ارتباطاتو کمېټې غړې ده.
هغه مخکې د کراچۍ په فېډرل بي سیمه کې اوسېده او ورور یې کامران حیدر د اېم کیو اېم سیمهییز غړی و. دوی وروسته امریکا ته ولاړل، چې ورور یې هلته بیا د مهاجر قومي موومېنټ د امریکا د څانګې همکار سمبالوونکی و.
ورور یې وروسته ۲۰۱۷ کال په ویرجینیا کې ومړ.
کهکشان حیدر پر اېکس (پخواني ټویټر) خپل پېژندګلوی د بشري حقونو د فعالې په توګه کړی.
د هغې له اکونټ څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سندي ملتپالو د حقوقو او کراچۍ کې د روانو مسایلو په تړاو پیغامونه خپاره شوي دي.
د هغې ویډیوګانې پر یوټیوب هم پرتې دي.
کهکشان حیدر د ۲۰۱۹ کال په یوه ویډیو کې وايي، چې په لندن کې له اېم کیو اېم سره تړاو لري او همدا راز د پاکستان رامنځته کېدل د "مشرانو تېروتنه" بولي.








